Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نورستان او پنجشېر په پېښو کې د کابو۳۰ تنو مړینه

په نورستان او پنجشېر ولایتونو کې د واورې د اورښت او د غره ښویېدو له امله کابو ۳۰ تنه مړه شوي دي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وینا یوازې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې څه باندې ۲۵ تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سمیع الحق حق‌بیان وایي، تر دې دمه یې د اوو کسانو جسدونه له خاورو را ایستلي او زیاتوي، چې په دې پېښه کې شپږ کورونه په بشپړ او ۱۴ نور په نیمه توګه ویجاړ شوي دي.

ښاغلی حق‌بیان څرګندوي:«شپږ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي چې په هغه کې شاوخوا ۲۵ تر ۳۰ پورې جسدونه خاورو لاندې شوي دي. تر دې دمه شپږ، اووه جسدونه رایستل شوي او د پاتې جسدونو د رایستلو لپاره د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ ټول دولتي پرسونل سیمې ته استول شوی دی.»

ورته مهال د پنجشېر د امنیې قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي وایي، چې تېره شپه د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله د یوه کان دوه کارګران مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پنجشېر د امنیې قومندانۍ ویاند وايي:«د پنجشېر ولایت د خنج ولسوالۍ موقني کلي په سیمه کې، د واورې ښویېدنې له امله له بده مرغه زموږ درې تنه هېوادوال تر واورې لاندې شوي و چې د امنیتي مسوولانو له رسېده‌ګۍ څخه وروسته له وارو څخه دوه تنه شهیدان او یو تن ټپي راو ایستل شول، چې نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی دی.»

د پنجشېر او نورستان ولایتونو اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې، د دا ډول پېښو د مخنیوي په پار اړین تدابیر ونیسي.

د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی حامد همدرد طلوع‌نیوز ته وايي:«کومه پېښه چې په تتین نقره کې رامنځته شوې، زیات کورونه ویجاړ شوي او له هغوی څخه ۹ تنه مړي را ایستل شوي او نور پاتې دي. عام خلک ختلي او هلته کار هم نه‌کېږي تر دې مهاله واوره اورېږي هغوی نه‌شي کولای چې مړي راوباسي.»

د پنجشېر اوسېدونکی نور پادشاه هم څرګندوي:«له دولت هیله کوو چې دغې سیمې ته ژر تر ژره خپلې لومړنۍ مرستې را واستوي چې خلک له دغه زیان او ستونزو څخه په امن کې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په څو ولایتونو کې له توپانونو او سېلابونو سره مل د شدیدو اورښتونو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه