Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نښتې او مجبوریت؛ په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

په خوست او پکتیکا کې د پاکستان له هوایي بریدونو او په پکتیا ولایت کې د اسلامي امارت او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، یوازې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ کورنیو د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې، د وروستیو جګړو له امله ځاني او مالي زیان ورته اوښتی دی. 

د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ستيا سيمه د دوشنبې په ورځ له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال د پاکستاني سرحدي ځواکونو له لوري د راکټي بريدونو موخه ګرځېدلې ده، چې په پايله کې يې دوه ملکي وګړي ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی مياخېل وايي:«له بده مرغه د پاکستان له لوري د ټانګ یوه مرمۍ راغله او د دغه د موټر مخې ته ولګېده او دی شهید شو.»

د ډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکی ګلال خان هم څرګندوي:«ما ورته غږ وکړ چې مه‌ځه، ویل یې چې ماشومان مې وباسم، داسې لږ چې ولاړ هاوان راغی، نوره کورنۍ یې بچ شوه، دی وفات شو، یوه نجلۍ او یو هلک ټپيان شول.»

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د وروستۍ نښتې له امله زيانمن خلک د عامو وګړو د خونديتوب غوښتنه لري او له دواړو لوريو غواړي چې، ستونزې بايد د خبرو له لارې حل کړي. 

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکي معراج خاکسار وویل:«زیات شمېر مرمۍ راتلې چې معلومه نه‌وه، دولتي تاسیسات نه په نښه کېدل، شخصي کورونه په نښه کېدل، دلته د پاکستان له لوري هر وخت چې جګړه کېږي شخصي کورونه په نښه کوي.»

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکی جرنېل منګل هم وايي:«د ټول عمر لپاره دلته پر موږ ظلم او زیاتی کېږي، که د کرښې هغې غاړې ته خلک دي پښتانه دي او مسلمان دي، هغوی هم هر وخت لګېږي او د دغې غاړې خلک هم ټول متضرره دي.»

د پکتیا ډنډ پټیان ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولان وایي چې، د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه شوي؛ خو زیاتوي چې پاکستاني لوري بيا دې غاړې ته د ملکي وګړو پر کورونو بريدونه کړي دي. 

د پکتيا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ مرستیال ضیاالدین څرګندوي:«د جګړې عامل دا و چې، د افغانستان په ډېریو سرحدي پوستونو باندې بریدونه وشول، د اسلامي امارت له لوري د عوامو لحاظ ساتل شوی او هېڅکله ړانده توپونه نه‌دي ورتوغول شوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر کړی دی. دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، اسلامي امارت د جګړې پلوی نه‌دی او که د هېواد د خاورې په کوم کونج هم ډزې وشي، امنیتي ځواکونه به یې ځواب ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه