Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د خوړو نړۍوال پروګرام راپور له حقیقته لېرې دی

د اسلامي امارت چارواکي په هېواد کې د خوړو د نه خوندیتوب په اړه د بېلابېلو بنسټونو په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام راپورونه له حقیقته لېرې ګڼي.

د اقتصاد وزارت وايي چې اسلامي امارت د کاري زمینې د رامنځته کولو لپاره چې د کورنیو د عاید د زیاتېدو او د خوړو د نه‌خوندیتوب د کموالي لامل کېږي، هڅې کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري په دې هکله وویل:«هغه راپورونه چې د خوړو د نه‌خوندیتوب په هکله د ځينو نړۍوالو بنسټونو له خوا خپرېږي، مبالغه ده او حقیقت نه‌لري، زموږ هڅه دا ده چې د کاري زمینو له رامنځته کولو سره په هېواد کې بې‌کاري کمه کړو چې له دې لارې د کورنیو د پېر وس زیات شي او د خوړو نه‌خوندیتوب ته د پای ټکی کېښودل شي.»

له دې سره هم‌مهاله، د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبره د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې شاوخوا ۱۵٫۷مېلیونه وګړي د خوراکي توکو له سختۍ نا امنۍ سره مخ وو.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳٫۷ مېلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور په یوې خبره کې راغلي:«د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه (۱۵٫۸ مېلیونه وګړي) به د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د خوراکي توکو له سختې نا امنۍ سره مخ شي. څلور مېليونه وګړي، چې درې اعشاریه دوه مېلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا ناورین په افغانستان کې لاهم دوام لر.»
 
مجاهد که څه هم په پښو معلول دی، خو وایي چې د ژوندانه ورځ تر بلې زیاتېدونکو ستونزو اړ کړی چې، خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره بوټان رنګ کړي.

 نوموړی له اسلامي امارته د خپل معلولیت د حقوقو او له مرستنویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي:«ډېرې ستونزې لرو څلور، پنځه ورځې کېږي چې کارته راغلی یم، ژمی په بشپړه توګه په کور کې بې‌کاره وم او د خپل د معلولیت د حقوقو د ورکړې غوښتونکی هم یم؛ ځکه چې زموږ ستونزې زیاتې دي.»

د سیاسي چارو ځینې شنوونکي د راپورونو د خپرېدو او د بهرنیو مرستو په هکله بېلابېل لیدلوري لري.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«نړۍ په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان خلک پر هوايي پیسو عادت کړل او پیسې یې په بنسټيزو او دوام‌داره کارونو ونه‌لګول.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«اړتیا ده چې د افغانستان حکومت په هېواد کې د بې‌وزلۍ د ستونزې د حل لپاره، ډېرې نړۍوالې مرستې راجلب کړي او له ځينو کورنیو وړتیاوو څخه هم استفاده وکړي.»

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب پر وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د عوایدو کمښت، د کډوالۍ ستونزې، له پاکستانه د راستنېدونکو وروستي راماتېدل، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د خوړو د ناورین له مهمو لاملونو دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه