Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د مرستو ژمنې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او په آسیا او اوقیانوسیې کې د دغه سازمان د پراختیايي پروګرام مسوولې ویلي چې د هرات له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اغلې ویګناراجا له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د هرات د زلزلې قربانیان د وچکالۍ او اقلیم د بدلون له امله هم سخت ځپل شوي او همکارۍ ته اړتیا لري.

هغې ډاډ ورکړ، چې د هرات له زلزله ځپلو سره به عادي او سوله ییز ژوند ته تر رسېدو همکاري وکړي.

په آسیا او اوقیانوسیې کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولې، کني ویګناراجا و ویل: دا یو پیل دی، خو زه غواړم ووایم چې موږ د ښه وضعیت په لور روان یو، دا مهمه ده چې موږ ژر تر ژره د زلزله ځپلو لپاره یو دایمي سرپناه جوړه کړو څو دوی په ټولنه کې عادي ژوند ته راستانه شي. ورته مهال زلزله ځپلو ته بايد ښوونځي، کلينيکونه او د څښاک د پاکو اوبو يو صحي سيستم برابر شي.»

د ملګرو ملتونو دغه چارواکې له یو شمېر کلیوالو ښځو سره په کتنه کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د نوموړي په خبره، له اقتصادي بحران څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره اړينه ده، چې ښځو او نارينه وو ته د زده کړو او کار په برخه کې مساوي زمينه برابره شي.

اغلې ویګناراجا زیاته کړه: «هر ښځه، نجلۍ، نارینه، هلک باید د ښې زده کړې، روغتیا، د عایداتو، او د خپل ژوند د ادارې فرصت ولري. له دې پرته یو هیواد وده نشي کولی. نو د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام به په نړیوال ډګر کې د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت او نورو نړیوالو مسایلو ته د رسېدنې په برخه کې د افغانستان فعالیت څخه څارنه وکړي.»

د چاهک زلزله ځپلي کلي اوسېدونکو چې څو میاشتې تر خیمو لاندې زوند کړی دی، د لنډمهالې سرپناه له جوړېدو خوښ دي.

خو دوی د دایمي کورونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د هرات د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحکیم و ویل: « موږ ډېر خوشحال یو ځکه په سړه هوا کې موږ له سرپناه پرته ژوند کاوه.»

د هرات د انجیل ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد داوود داسې وایي: « د دې کورونو سربېره موږ سره د کور توکو او سولرو مرسته هم شوې ده او موږ ډېر خوشحال یو.»

د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ په پروانه کلي کې هم يو کاريز رغولی دی.

دغه کاریز د کال په څلورو فصلونو کې ۶۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته اوبه رسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه