Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په څلورو ولایتونو کې خونړي او ویجاړونکي سېلابونه

په فاریاب، بادغیس فراه او سرپل ولایتونو کې د سېلابونو راتلو د پنځو تنو ژوند اخیستی دی.

د دغو ولایتونو سیمه‌ییز مسوولان وایي چې سېلابونو د مرګ ژوبلې سربېره کروندګرو ته یې هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغو سېلابونو ۱۰۰ استوګنیز کورونه، یوه مدرسه او جومات، دری ژرندې، دو لوی پلونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دغو سېلابونو کې یوه مدرسه او جومات، دوه اوبیزې ژرندې، څلوېښت پلونه او پلچکونه، ۶۰ سربندونه او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او څه باندې ۱۰۰ استوګنیز کورنه ویجاړ شوي دي.»

د سرپل له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس صفت‌الله صفوان وايي:«په سرپل ولایت کې د سېلابونو د راتلو له امله په سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې او د کوهستانات او البدر ولسوالیو لارې تړل شوې دي.»

بلخوا يو شمېر سېلاب‌ځپلي وايي چې، د سېلابونو له امله یې، ټول شته له لاسه ورکړي، دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

سېلاب‌ځپلی نورالدین وویل:«سېل ټول ځایونه ویجاړ کړي او ټولو کورونو ته یې زیان رسولی دی او د کلي ژرنده یې هم خرابه کړې ده.»

بل سېلاب‌ځپلی عبدالودود هم څرګندوي:«زموږ ټول شته له منځه ولاړل او هېڅ خوراکي توکي نه‌لرو چې وې خورو. موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په روانه اوونۍ کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.

په دغو ولایتونو کې سېلاب‌ځپلي وايي چې، د سېلابونو له امله یې، ټول شته له لاسه ورکړي، دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

تصویر بندانگشتی

په فاریاب، بادغیس فراه او سرپل ولایتونو کې د سېلابونو راتلو د پنځو تنو ژوند اخیستی دی.

د دغو ولایتونو سیمه‌ییز مسوولان وایي چې سېلابونو د مرګ ژوبلې سربېره کروندګرو ته یې هم درانه مالي زیانونه اړولي دي.

دغو سېلابونو ۱۰۰ استوګنیز کورونه، یوه مدرسه او جومات، دری ژرندې، دو لوی پلونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د فاریاب د والي ویاند عصمت‌الله مرادي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په دغو سېلابونو کې یوه مدرسه او جومات، دوه اوبیزې ژرندې، څلوېښت پلونه او پلچکونه، ۶۰ سربندونه او څه باندې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او څه باندې ۱۰۰ استوګنیز کورنه ویجاړ شوي دي.»

د سرپل له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس صفت‌الله صفوان وايي:«په سرپل ولایت کې د سېلابونو د راتلو له امله په سلګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې او د کوهستانات او البدر ولسوالیو لارې تړل شوې دي.»

بلخوا يو شمېر سېلاب‌ځپلي وايي چې، د سېلابونو له امله یې، ټول شته له لاسه ورکړي، دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

سېلاب‌ځپلی نورالدین وویل:«سېل ټول ځایونه ویجاړ کړي او ټولو کورونو ته یې زیان رسولی دی او د کلي ژرنده یې هم خرابه کړې ده.»

بل سېلاب‌ځپلی عبدالودود هم څرګندوي:«زموږ ټول شته له منځه ولاړل او هېڅ خوراکي توکي نه‌لرو چې وې خورو. موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په روانه اوونۍ کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه