Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو څلورو ورځو په سېلابونو کې ۲۹ تنو ژوند بایللی

د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راهیسې تراوسه په هېواد کې د سېلابونو د راتلو له امله لږ تر لږه ۲۹هېوادوالو ژوند بایللی دی.
 
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق ویلي چې ډېری قربانیان د غزني، پکتیا، جوزجان، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند او ننګرهار ولایتونو دي.

په دغو پېښو کې ٧ تنه نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي سایق وویل:«د بارانونو او سېلابونو له امله زموږ ۲۹ هېوادوالو ژوند بایللی او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.»

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په لوېدیځو ولایتونه کې سخت سیلابونه راغلي چې، د دغو ولايتونو اوسېدونکو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د کندهار یو زیانمن وايي:«اوس هم موټر بند پاتې دي او په دغو موټرو کې ناروغان هم دي. همدا اوس یې راته زنګ وواهه او وې ویل چې سېلابونو دوه موټرو ته زیان رسولی دی.»

په رزوګان کې له سېلابه یوه زیانمن هم طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ ټول یوځای له خپلو ماشومانو سره له کوره ووتو؛ ځکه سېلاب هر څه له خاورو سره خاورې کړل.»

په جوزجان کې له سېلابه شمس‌الدین څرګنده کړه:«دغو سېلابونو ډېری کرنیزې ځمکې خرابې کړې دي؛ خو د مرستې لپاره تراوسه دلته څوک نه‌دي راغلي.»

بلخوا، د کرنې او مالدارۍ خونه وایي، وروستیو ورښتونو او سېلابونو د خوشبینۍ ترڅنګ کروندګرو ته ډېر زیانونه هم اړولي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وايي:«د بزګرو هغه ځمکې چې له‌منځه تللي او هغوی [بزګر] زیانمن شوي؛ ځکه د بزګرو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، شخصي پیسې او وس نه‌لري، باید سروې وشي او له بزګرو سره مرسته وشي.»

په وروستیو لسو ورځو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو له امله ٩٩ تنه مړه او تر ٦٠ زيات ژوبل شوي دي.

بل پلو، د هېواد د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې يو ځل بيا د هېواد په شلو ولايتونو کې د واورو او بارانونو د ورېدو، سېلابونو د راتلو او تالندو د کېدو خبرداری ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه