Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: ۱۴۰۳ کال کې به ۱۶۵ پروژې پلې شي

کابل ښاروالۍ وایي، په روان هجري-لمریز کال کې د شپږ اعشاریه څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶۵ پروژې ترلاس لاندې لري.

دغه پروژې د واټونو، کانالونو او زرغونو سیمو بیارغونې او پراختیا په برخه کې دي.

د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي وویل: « کابل ښاروالۍ په ۱۴۰۳ لمریز کال کې شاوخوا ۱۶۵ پروژې په پام کې نیولي، چې په بېلابېلو سکټورونو کې د سړک جوړولو څخه نیولې د کانالونو جوړولو او نورو برخو کې دي، چې د دغو پروژو په تطبیق ۶.۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي او د کابل ښاروالۍ له کورنیو عوایدو څخه به ورکول کېږي.»

د خیرخانې د کوتل سړک دویمه برخه، له قصبې تر چهار راهي شهیده سړک، د بادام باغ سړک، له قلعه شانان تر قلعه زمان خان سړک، له میرویس میدانه تر دهمزنګ څلور لارې، له دوغ آباد تر ګلباغ، له هوايي ډګره تر ګمرکه ځينې هغه سړکونه چې، د بیارغونې او پراختیايي چارې به یې روان هجري- لمریز کال کې پایته ورسېږي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د سړک جوړونې په برخو کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه ستايي؛ خو ځینې هغه هټۍوال چې، په دې بهیر کې یې هټۍ ورانې شوي د خپل کاروبار دوام لپاره د مناسب ځای د برابرېدو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي، نور رحمان وویل: « دغه سړکونه که بیروبار لمنځه وینسي نو کمولی خو یې شي.»

کابل ښار کې هټۍوال، محمد هم په دې اړه وویل: « زموږ غوښتنه دا ده چې په دې سیمه کې یو ځل بیا یو سوداګریز مرکز جوړ شي چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، همدا اوس چې په دې سیمه کې کومې هټۍ ویجاړې شوي، هټۍوال خپل مالونه ګودامونو ته وړي او بې کاره ګرځي او د خدای ج دربار ته حیران دي.»

کابل ښاروالۍ تر دې وړاندې هم په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې د شپږو لویو پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه