Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بادام باغ سړک د بیارغونې له ټکني بهیره د کابل مېشتو شکایت

د کابل ښار د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د څو میاشتو له تیریدو سره سره لاهم د بادام باغ سړک د بیارغونې کار نه دی بشپړ شوی.

دوی وايي چې د دغه سړک د بیارغونې چارې ورو پر مخ روانې دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

داسې برېښي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې چې یوه میاشت مخکې پېل شوې وې، ټکنۍ پرمخ ځي.

د کابل اوسېدونکي، راز محمد و ویل: «تقریبا، ۷ که اته میاشتې وشوې چې دا سړک خراب شوی دی او ویل شوي چې بېرته به په بنسټیزه توګه جوړ شي، له بده مرغه اته میاشتې کیږي خو سړک تر اوسه نه دی جوړ شوی.»

د کابل ښار یوه یو بل اوسېدونکي، محمد افضل و ویل: « له حکومت او ښاروالۍ مو غوښتنه دا ده، چې ډیر ژر اقدام وکړي، څو د خلکو ستونزې حل شي، ځکه دا د خلکو د تګ راتګ عمومي لار ده.»

کابل ښاروالي وایي، چې له بادام باغه تر سرای شمالي پورې د غځیدلي سړک د بیارغاونې چارې شل سلنه مخته تللي او ټاکل شوی چې په روان لمریز کال کې د دغه سړک د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: «د دغه سړک یوه بله برخه له نادریې لیسې پیلیږي، تر شمالي پورې، چې څه باندې درې زره متره کیږي او لومړۍ برخه یې دوه زره متره چې پلن والی یې دیرش متره دی، ده. دویمه برخه یې یو زر او دوه سوه متره ده چې شل متره پلن والی یې دی راتلونکی کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ ویلي وو، چې په پام کې ده، روان کال د شپږ اعشاریه څلور میلیارد افغانيو په ارزښت ۱۶۵ پروژې پلې کړي.

د دغه سړک د بیارغونې چارې ورو پر مخ روانې دي او د کابل اوسېدونکي له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه