Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ځينې لوري د خپلو سیاسي موخو لپاره د داعش له نامه استفاده کوي

 اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو په تړاو د ځینو رسنیو او هېوادونو ادعاوې په افغانستان کې د دغې ډلې د ګواښ د لوی ښودلو لپاره تبلیغات ګڼي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې داعش په افغانستان کې د تېښتې په حال کې دی او له افغانستانه د جلب او جذب وس نه‌لري.

ښاغلي مجاهد وویل:«ځينې لوري د خپلو سیاسي موخو په خاطر د داعش له نوم او د داعش له سرلیک او د داعش له لوی ښودلو څخه استفاده کوي او ښايي ځينې استخباراتي کړۍ ځينو هېوادونو او رسنیزو بنسټونو ته ناسم معلومات لېږدوي چې غلط فهمي رامنځته کړي.»

له دې مخکې د چین سهار ورځپاڼې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې داعش ډلې د افغانستان له خاورې په استفادې د روسیې، پاکستان، ایران او ترکیې پر اهدافو بریدونه کړي دي.

په دغه راپور کې دغه راز ویل شوي چې د داعش ترهګرې ډلې بریدونه چې د دې ډلې د خراسان څانګې له لارې په روان کال کې ترسره شوي، د داعش په سټراټېژۍ کې د بدلون ښودنه کوي.

د چینایۍ ورځپاڼې د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د داعش هستې له افغانستانه د خپل اصلي مرکز او له ترکیې نه د خپل لوجستیکۍ مرکز په توګه په ګټې اخیستنې په روان کال کې پر څلورو هېوادونو په مرګونو بریدونو کې له ملي او سیمه‌ییزو څانګو سره نږدې اړیکې لرلې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌‌الرحمن شمال طلوع‌نیوز ته وویل:«په هغه صورت کې چې د داعش په څېر ترهګرې ډلې او نورې ډلې په افغانستان کې د خپل د نفوذ په هڅه کې وي، د دوحې هوکړې ته په پام سره د افغانستان د سرپرست حکومت یوه دنده له ترهګرو ډلو سره مبارزه ده.»

د پوهنتون  استاد ذکي‌الله محمدي هم څرګندوي:«تمویل کوونکي غواړي چې داعش نړۍوال شي او ټوله نړۍ له داعش څخه ووېروي او خپلو موخو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټينګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه