Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: د داعش پر وړاندې د هېوادونو پیاوړي تفاهم ته اړتیا ده

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روژه ماتي په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې چې د ځینو هېوادونو سیاسي استازو هم حضور درلود، د داعش پر وړاندې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادنو پر مبارزې ټینګار کړی دی.

ښاغلي حنفي په دغه پروګرام کې زیاته کړه چې، په افغانستان کې داعش ډله د اسلامي امارت له لوري ځپل شوې او د هېواد په هېڅ نقطه کې شتون نه‌لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل:«د اسلامي امارت ځواکونو په افغانستان کې داعش ځپلی او داعش د هېواد په هېڅ برخه کې تشون نه‌لري؛ خو د داعش د فتنې په پار، اړتیا ده چې ټول ګاونډي، سیمه‌ییز او نړۍوال هېوادونه له یو بل سره پیاوړی او نږدې تفاهم ولري.»

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللي او وايي، سرپرست حکومت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ‌ډډه وکړي. د اسلامي امارت د دغه چارواکي په خبره، په افغانستان کې امن نه یوازې د افغانانو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې افغانستان یو اقتصاد چورلیزه هېواد وي. د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.»

د سیاسي چارو ځينو شنوونکي د اسلامي امارت او د نړۍ ترمنځ پر مثبتو اړیکو ټینګار کوي او په باور يې د افغانستان د ستونزو حل یوازې خبرې دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا وايي:«موږ باید خپل کورنیو سیاست پیاوړی کړو، داخلي سیاست د بهرني سیاست لپاره یو اصل دی او په هغه صورت کې کولای شو له ځينو هېوادونو سره نېکې اړیکې ولرو.»

د سیاسي چارو شنونکي ګل محمدالدین محمدي هم په دې هکله وویل:«د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې نه یوازې له وګړو سره، بلکې په نورو برخو کې هم کټورې دي او سرپرست حکومت باید له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همداراز د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې، له افغانستانه د ځوانانو د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او په هېواد کې د ثبات د دوام لپاره له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللي او وايي، سرپرست حکومت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ‌ډډه وکړي.

تصویر بندانگشتی

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روژه ماتي په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې چې د ځینو هېوادونو سیاسي استازو هم حضور درلود، د داعش پر وړاندې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادنو پر مبارزې ټینګار کړی دی.

ښاغلي حنفي په دغه پروګرام کې زیاته کړه چې، په افغانستان کې داعش ډله د اسلامي امارت له لوري ځپل شوې او د هېواد په هېڅ نقطه کې شتون نه‌لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل:«د اسلامي امارت ځواکونو په افغانستان کې داعش ځپلی او داعش د هېواد په هېڅ برخه کې تشون نه‌لري؛ خو د داعش د فتنې په پار، اړتیا ده چې ټول ګاونډي، سیمه‌ییز او نړۍوال هېوادونه له یو بل سره پیاوړی او نږدې تفاهم ولري.»

ښاغلي حنفي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې بللي او وايي، سرپرست حکومت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ‌ډډه وکړي. د اسلامي امارت د دغه چارواکي په خبره، په افغانستان کې امن نه یوازې د افغانانو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هېوادونو په ګټه دی.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي چې افغانستان یو اقتصاد چورلیزه هېواد وي. د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او هیله لري چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.»

د سیاسي چارو ځينو شنوونکي د اسلامي امارت او د نړۍ ترمنځ پر مثبتو اړیکو ټینګار کوي او په باور يې د افغانستان د ستونزو حل یوازې خبرې دي.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا وايي:«موږ باید خپل کورنیو سیاست پیاوړی کړو، داخلي سیاست د بهرني سیاست لپاره یو اصل دی او په هغه صورت کې کولای شو له ځينو هېوادونو سره نېکې اړیکې ولرو.»

د سیاسي چارو شنونکي ګل محمدالدین محمدي هم په دې هکله وویل:«د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې نه یوازې له وګړو سره، بلکې په نورو برخو کې هم کټورې دي او سرپرست حکومت باید له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.»

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همداراز د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې، له افغانستانه د ځوانانو د غیر قانوني کډوالۍ مخنیوي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او په هېواد کې د ثبات د دوام لپاره له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه