Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حبیب‌الله بدر: له اسلامي امارت سره ۴۰ بهرني وګړي بندیان دي

د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال حبیب‌الله بدر وايي چې اوس‌مهال د اسلامي امارت په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ بهرني وګړي بنديان دي.

حبيب‌الله بدر زياتوي، چې دغه بهرني وګړي د بېلابېلو هېوادونو دي او د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور بندیان شوي دي، د نوموړي په وینا ډېری دغه کسان د ګاونډيو هېوادونو وګړي دي.
  
 د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال څرګنده کړه:«له موږ سره ۴۰ بهرني وګړي په بند کې دي پېښې یې جنايي دي. قتل او داسې نور موضوع‌ګانې دي، له بېلابېلو هېوادونو څخه دلته له موږ سره دي، د ځينو ګاونډیو هېوادونو هم دي.»
      
بل خوا د نظامي او سیاسي چارو ځیني شنونکي په هېواد کې د بهرنیو وګړو د نیول کېدو په تړاو داسې نظر لري.
        
د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«کوربه هېواد باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ له یوه بندي یا له یوه بهرني وګړي سره چې په هر لحاظ زندان ته لوېږي، چلند وکړي.»
   
د نظامي چارو بل شنونکی محمد زلمی افغانیار هم څرګندوي:«هر وګړی مکلفیت لري چې هر دویم هېواد ته سفر کوي باید د هغه هېواد ټول کورني قوانین عملي کړي.»

تر دې وړاندې د زندانونو چارو د ادارې نظامي مرستیال له طلوع‌نیور سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې، د اسلامي امارت په زندانونو کې ۲۵ تنه بهرني وګړي بندیان دي او د اسلامي امارت ویاند هم طلوع‌نیوز ته تایید کړې وه چې په دغو بندیانو کې دوه امریکایان هم د دوی په زندانونو کې دي.

بل خوا د نظامي او سیاسي چارو ځیني شنونکي په هېواد کې د بهرنیو وګړو د نیول کېدو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه