Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امیرخان متقي له اسماعیل هنیه سره ټلیفوني اړیکه کې خواخوږي څرګنده کړه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د حماس سیاسي دفتر له مشر، اسماعیل هنیه سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې له نوموړي سره خواخوږي څرګنده کړې او پر غزې تړانګه یې د اسراییلو د بریدونو دوام غندلی دی.

 امیرخان متقي زیاته کړې چې د دغو قربانیو په پایله کې به فلسطین هم د افغانستان په څېر ازاد شي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکي، احمد خان اندړ وویل: « ټول اسلامي هېوادونه باید په یوه غږ د صهیونیسټ رژیم د ظلم او وحشت پر وړاندې ودریږي او له ملګرو ملتو غواړو چې د غزې د مسلې په اړه خپل بې پریتوب وڅېړي.»

تیره ورځ د غزې تړانګې پر شمال د اسراییلو په هوایي برید کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه د درېیو زامنو په ګډون د نوموړي د کورنۍ ۷ غړي و وژل شول.

دغه برید د غزې په شمال کې د الشاطي پر پنډغالي ترسره شوی دی.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر یو خپلوان په دې اړه وویل: « د حماس د اسلامي غورځنګ د مشر اسماعیل هنیه د اولادونو لپاره به دعا کوو. د شهیدو مجاهدینو دا ډله د همدغو خلکو یوه برخه ده، چې سرښندنې یې کړي او شهدان یې ورکړي دي.»

بل پلو، د کوچني اختر په دویمه ورځ هم اسراييلي ځواکونو د غزې تړانګې د شمال او مرکز پر ځينو برخو بمبارۍ وکړې.

د غزې تړانګې اوسېدونکې، نضالعبده وویل: « لکه څنګه چې تاسو ګورئ، د ښکیلاک ګرو، ظالمانو، او ستمګرو الوتکو زموږ ماشومان و وژل. زه د امریکا له حکومت او بایډن غواړم چې لږ شرم وکړي او د دې صهیونیستي اشغال ملاتړ ونه کړي چې زموږ بې دفاع ماشومان په خپلو کورونو کې وژني.»

د غزې تړانګې یوې بلې اوسېدونکې، انام عبده هم وویل: « موږ د هغه څه پر لیدو ټکان وخوړ چې ومو لیدل، شهیدان ماشومان دي، دوی هېڅ تېروتنه نه ده کړی. نتانیاهو، بایډن او هر بل عربي هیواد چې د غزې پر ضد دسیسې جوړوي، باید پوه شي چې زما لپاره خدای بس دی او هغه زما د چارو ترسره کوونکی دی.»

ورته مهال، د غزې تړانګې اوسېدونکي چې د خوراکي توکو او د ژوند د نورو لومړنيو امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي، وايي چې کوچنۍ اختر ورته بې مانا دی.

بې ځایه شوې فلسطینۍ، نعیمه الداح څرګنده کړه: « زما ماشومان وژل شوي، ځان رانه هېر دی. څنګه کېدای شي چې دا زما لپاره اختر وي؟ لکه څنګه چې تاسو ګورئ، موږ وږي یو، د خوړو او څښلو څه نه لرو، زمو پر ژوند څه شوي؟ لکه څنګه چې یهودیانو موږ بې ځایه کړو او زموږ بچیان یې راووژل. خدای دې زموږ غچ واخلي.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د حماس د سیاسي دفتر مشر سره په ټلیفوني اړیکه کې د نوموړي د کورنۍ د اوو غړو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه