Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په رفح کې نوې بمبارۍ؛ ۴۸ کسان وژل شوي دي

د غزې د تړانګې اوسیدونکو د دغې سیمې په سویل کې د خان یونس په سیمه کې د ناصر روغتون په سیمه کې د یوه ډله اییز قبر له کشفه خبر ورکړ.

د غزې تړانګې د روغتیا وزارت وايي، اسراییلي ځواکونو یو ځل بیا د غزې په سویل کې د رفح په سیمه بمباري وکړه.

د دغه وزارت د څرګندونو پر بنسټ، پر غزې د اسراییل په نویو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

 د غزې تړانګې اوسېدونکې اسما وویل: "دا سخته شېبه ده، زموږ او ستاسې له تصوره بهر ده. د یوه عزیز بېرته ژوندي راستنیدل یوه ستونزمنه شېبه ده."

په دغو بریدونو کې ۷۹ نور فلسطینیان ټپیان دي.

د غزې تړانګې اوسېدونکي عبدالعال و ویل: . "تا د ټولو مړو په منځ کې یو سړی ولید؟ یو سړی ومومئ چې وژل شوی وي. ټول هغه هغه کسان چې دلته او په هغه کور کې مړه دي، ښځې او ماشومان دي چې تاسو په خپلو سترګو وینئ، زما د کورنۍ ټول غړي، زما مېرمن، ماشومان او هرڅه له لاسه ورکړل شوي دي."

د غزې تړانګې اوسېدونکی محمد الباهري وايي: «که دا کار یوازې پر یوه امریکايي وشي، نو ټوله نړۍ به پر بل مخ کړي. خو زموږ په قضیه کې له بده مرغه امنیت شورا مرسته نه کوي او د دې ترڅنګ له اسراييل سره د هېوادونو د اړیکو د عادي کولو مسله هم شته. دا وضعیت اسراییل ته د امریکا د وسلو د استولو او د امریکا د میلیاردونو ډالرو ملاتړ پایله ده.»

په همدې حال، حماس غورځنګ او اسراییل یو بل د اوربند له تړونه په سرغړونې او د اسراییلي یرغمل شویو بندیانو په خوشې کولو تورنوي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسمعیل هنیه و ویل: صهیونیسټي دښمن زموږ د منځګړیتوب له لارې د لسګونو غونډو او مکتوبونو له تبادلې سره سره په غزه کې له اوربند سره هوکړه نه ده کړې.
 
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو و ویل: "موږ به حماس ته لا زیات او دردونکي ګوزارونه ورکړو. دا به ډیر ژر پیښ شي. په راتلونکو ورځو کې به موږ پر حماس نظامي او سیاسي فشارونه زیات کړو ځکه چې دا د یرغمل شویو خوشې کولو او بریا ترلاسه کولو یوازنۍ لار ده."

پر غزې د اسراییل دا بریدونه په داسې حال کې زور اخلي چې د امریکا د استازو مجلس په دې وروستیو کې اسراییل ته د ۲۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو یوه طرحه تصویب کړه.

په یوه خبرپاڼه کې حماس غورځنګ د امریکا د استازو جرګې دغه عمل غندلی دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې دا طرحه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده او د غزې د خلکو پر وړاندې د خپلو سرغړونو د دوام لپاره د اسراییل حکومت ته اجازه او شنه څراغ ورکوي.

په همدې حال، حماس غورځنګ او اسراییل یو بل د اوربند له تړونه په سرغړونې او د یرغمل شویو بندیانو په خوشې کولو تورنوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه