د اروپايي ټولنې سفیر وايي چې د افغان حکومت د سولې طرحه چې د کابل بهیر په دویمه غونډه کې مطرح شوه، د نړۍ هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د افغانستان په مشرۍ د سولې خبرو اترو پر پيل ټینکار کوي او له طالبانو غواړي چې له دغې موکې ګټه واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د اروپايي ټولنې استازی د کابل پروسې د دوهمې ناستې د خبرو د پایلو په اړه خبرې کوي.
د اروپايي ټولنې سفیر د سولې او امنیت په اړه د کابل بهیر دوهمه ناسته د اهمیت وړ بولي او وايي د افغان حکومت د سولې طرحه د نړۍ د هېوادونو له ملاتړه برخمنه ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایډون څرګنده کړه:« افغان حکومت د سولې یوه طرحه وړاندې کړه چې دا طرحه د نړیوالې ټولنې له ملاتړ سره مخامخ شوې ده.»
په داسې حال کال کې چې افغان حکومت تل په هېواد کې جګړه نیابتي بولي خو په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي افغانان باید په خپلو منځونو کې سولې ته د رسېدو لپاره روغه وکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا وايي:« دا بهیر د افغان حکومت، طالبانو او نورو ښکېلو لوریو په ګډون د ټولو خواوو ژمنې ته اړتیا لري ترڅو په صادقانه توګه دا بهیر تعقیب کړي او سوله ټینګه شي.»
له بلخوا د اروپايي ټولنې استازی وايي اسلام اباد یې دې ته هڅولی چې د افغانستان د سولې په بهیر کې له کابل سره همکاري وکړي او په سیمه کې جګړه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده.