Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارګ: پر ولسي وګړو او خبریالانو برید بشري جنایت دی

د کابل پولیس د دې پخلی کوي چې د چهارشنبې پر ماښام د کابل ښار د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل پولیس وايي چې په دغه برید کې یوه ځانمرګي بریدګر یو سپورټي کلپ په نښه کړ.

چې له دغې چاودنې ساعت وروسته، د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د طلوع نیوز خبریال او د طلوع نیوز تصویر اخیستوونکی رامز احمدي هم په دویمه چاودنه کې شهیدان شوي دي.

ویل کېږي چې تراوسه لږ تر لږه ۲۰ تنه د دغو دوو چاودنو په ترڅ کې وژل شوي او څه باندې ۶۵ تنه ټپيان شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د معلم په نامه د پهلوانۍ دغه کلپ د کابل په دشت برچي کې دی.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کلپ کې ډېر شمېر لوبغاړو حضور درلود.

له دې سره جوخت، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د کابل نننی برید چې د طلوع نیوز د کارکوونکو په ګډون یې څو تنه مړه او ټپیان کړل، پر بشریت برید وباله.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي:«پر ملکي خلکو برید او د هېواد د رسنیو پر کارکوونکو برید، د بیان پر ازادۍ برید او د بشریت پر ضد جنایت دی.»

خبرپاڼه همدارنګه کاږي:«ولسمشر غني دغه ترهګریز بریدونه په کلکو الفاظو غندي او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ټپيانو او د قربانیانو کورنیو ته په بیړه رسېدنه وکړي او د دغې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وڅېړي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د کابل نننی برید چې د طلوع نیوز د کارکوونکو په ګډون یې څو تنه مړه او ټپیان کړل، پر بشریت برید وباله.

Thumbnail

د کابل پولیس د دې پخلی کوي چې د چهارشنبې پر ماښام د کابل ښار د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل پولیس وايي چې په دغه برید کې یوه ځانمرګي بریدګر یو سپورټي کلپ په نښه کړ.

چې له دغې چاودنې ساعت وروسته، د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.

د طلوع نیوز خبریال او د طلوع نیوز تصویر اخیستوونکی رامز احمدي هم په دویمه چاودنه کې شهیدان شوي دي.

ویل کېږي چې تراوسه لږ تر لږه ۲۰ تنه د دغو دوو چاودنو په ترڅ کې وژل شوي او څه باندې ۶۵ تنه ټپيان شوي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د معلم په نامه د پهلوانۍ دغه کلپ د کابل په دشت برچي کې دی.

د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کلپ کې ډېر شمېر لوبغاړو حضور درلود.

له دې سره جوخت، ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې د کابل نننی برید چې د طلوع نیوز د کارکوونکو په ګډون یې څو تنه مړه او ټپیان کړل، پر بشریت برید وباله.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي:«پر ملکي خلکو برید او د هېواد د رسنیو پر کارکوونکو برید، د بیان پر ازادۍ برید او د بشریت پر ضد جنایت دی.»

خبرپاڼه همدارنګه کاږي:«ولسمشر غني دغه ترهګریز بریدونه په کلکو الفاظو غندي او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ټپيانو او د قربانیانو کورنیو ته په بیړه رسېدنه وکړي او د دغې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وڅېړي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه