په افغانستان کې د جنګي فصل په راسېدو سره پنټاګون افغانستان ته د ډېرو امریکایې سرتېرو له رسېدو خبر ورکوي. او وايي چې ځواکونه د قول اردوګانو په ۳۶ کنډکونو کې به ځای پرځای شي.
پنټاګون وايي د سرتېرو شمېر زرو ته رسېږي او د افغانستان او عراق جګړو کې دغه تجربه لرونکي سرتېري په خپله خوښه افغانستان ته د خدمت لپاره راغلي دي.
اخوا د امریکايي د سمندري ځواکونو قومندان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور پر امریکا د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې مهم بولي.
د امریکا د سمندري ځواک قومندان جنرال رابرټ بیلر په دې اړه وویل:« که مونږ په افغانستان کې پاتې نهشو او د دغه هېواد له حکومته ملاتړ ونهکړو د دې احتمال شته چې بیاهم له دې هېواده پر امریکا برید وشي.»
دغه څلور ستورې لرونکی امریکايي جنرال وايي د افغانستان اوسني نسل نهشي کولی تر ابده په جګړه کې ژوند وکړي او باید د سیمې نور لوبغاړي د خبرو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې رول ولوبوي.
نیلر زیاته کړه:« باید د افغانستان کړکېچ لپاره یوه مصالحه او سیاسي حل لار وموندل شي. مونږ غواړي په دې بهیر کې د سیمې نور لوبغاړي هم شامل شي. افغانان نهشي کولای د ټول عمر لپاره په جګړه کې ژوند وکړي.»
دغه امریکايي پوځي په داسې حال کې د افغانستان کړکېچ د هوارۍ په موخه د سیمې پر رول ټینګار کوي چې د ازبیکستان حکومت د تاشکند په غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو لپاره چمتووالی اعلان کړ.