افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نن جمعه (د وري په ۲ مه) افغانستان کې د امریکا دوه سرتېري د یوه عملیات په لړ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې د ځای او وژل شویو د نومونو په اړه جزیات ذکر شوي نه دي.
تراوسه په افغانستان کې د امریکې په ۱۷ کلنه جکړه کې څه باندې دوه زره او ۴۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
دمګړۍ امریکا د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې کابو ۱۴ زره سرتري په افغانستان کې لري.