Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د داعش فعالیت زیاتوالي په اړه خبرداری

د امریکا متحده ایالاتو اسخبارات په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت له زیاتوالي خبر ورکوي.

د یادې ادارې غیرې محرمې موندنې ښیې چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې ځپل په افغانستان کې د یادې ډلې پر فعالیت چندان منفي اغېز نه دی کړی.

د استخباراتي یادو موندنو له مخې چې یوه برخه یې د امریکا غږ انګلیسي څانګې لخوا خپاره شوي دي، د داعش ډلې د خراسان څانګې غړي، پنځه زره تنه ښیې. دا شمېرې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیاتې دي.

همداراز افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په راپور کې راغلي دي چې د داعش ډله په کابل، ننګرهار، کنړ او د افغانستان د شمال په یو شمېر برخو کې فعالیت کوي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، دوید بتلر ویلي وو:«موږ د دوی یعنې داعش ډلې د فعالیت او لارې په اړه اندېښنه لرو. د داعش خراسان ډله روښانه شوې ده او دوی پر امریکا او زموږ پر ملګرو د بریدونو هوډ لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ هېواد کې د القاعدې ډلې له فعالیته خبرې وکړې ویې ویل چې په یو شمېر برخو کې د یادې ډلې غړي لیدل شوي دي.

خو میلر د القاعدې ډلې د فعالیت څرنګوالي او همداراز د فعالیت د سیمو په تړاو جزییات ورنکړل.

د ناټو غوڅ ملاتړ دا قومندان همداراز زیاتوي:"بلي موږ افغانستان کې د القاعدې دلې غړي لیدلي دي، او په بېلابېلو برخو کې مو لیدليد ي."

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو د امریکا مهمه غوښتنه هم همدا ده تر څو د سولې له هوکړې وروسه له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې ډلې سره خپلې اړیکې پرې او پر وړاندې یې ودریږي.

د امریکا متحده ایالاتو اسخباراتو غیرې محرمې موندنې ښیې چې په عراق او سوریې کې د داعش ډلې ځپل په افغانستان کې د یادې ډلې پر فعالیت چندان منفي اغېز نه دی کړی

شریک یي کړئ