افغان امنیتي او د بهرنیو ځواکونو لوړپوړي چارواکي نن(سېشنبې د وري۱۸مه) کندهار ولایت د ټاکنو لپاره د امنیتي حالت څېړنې په موخه دې ولایت ته تللي دي.
په دغه سفر کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان او په کابل کې د امریکا سفیر، د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له عمومي رییس سره ملګري دي.
دا چارواکي د ټاکنو پرمهال د امنیت تامین ډاډ ورکوي او د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان وايي، له ټاکنو ملاتړ کوي.
افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان، جنرال نېکلسن وايي:«موږ په کلکه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او امنیتي ادارو چې د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري ملاتړ کوو او موږ له دوی هېڅ ډول ملاتړ نه سپموو.»
بلخوا افغانستان لپاره د امریکا سفیر هم خلک هڅوي چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس وايي:«ستاسو د ټاکنو لپاره د مني دا موسم د پارلماني او د راتلونکي کال پسرلي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ډېر مهم دی، په مني او راتلونکي پسرلي کې ټاکنې ستاسو ټولو وروڼو ته چې په غرونو کې وو، دا فرصت ورکوي چې بل ډول ټاکنې ولرئ او داسې راتلونکی وټاکي چې پکې سوله ییز ژوند ولري.»
له بلخوا د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس افغانانو ته ډاډ ورکوي چې د ټاکنو په ورځو کې به د ټاکنیزو مرکزونو امنیت خوندي کړي.
د کورنیو چارو وزیر، ویساحمد برمک په دې ناسته کې وویل: «پولیس مؤظف دي چې د مرکزونو او د رایو ورکولو مرکزونو امنیت د ټاکنو پرمهال تامین کړي. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې پرته له وېرې لاړ شي د رایو ورکولو مرکزونو ته او نوم لیکنه وکړي.»
د ملي امنیت رییس، معصوم ستانکزی زیاتوي: «زه د افغانستان له خلکو غوښتنه کوم، هغه کسان چې تذکره نه لري، لاړ شي تذکره واخلي، ځکه چې دا ورته ښه موکه ده د تذکرې اخیستو لپاره، باید پوه شو چې تذکره د ټاکنو پرته د پاسپورته اخیستو او نورو برخو کې هم په کار ده.»
دغه افغان او بهرني پوځي چارواکي له طالبانو هم غواړي چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د سولې له بهیر سره یو ځاي شي او خپلو موخو ته له سیاسي او همداراز په ټاکنو کې د ګډون له لارې ورسېږي.
خو طالبانو له دې مخکې په ټاکنو کې ګډون رد کړی دی.