Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر د شانګهای همکاریو په سازمان کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو کې د چین په ساحلي ښار چینګډائو کې د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې ګدون وکړي.

ټاکل شوې دوې ورځې وروسته د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو اتلسمه غونډه په چین کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه ناسته کې د خبرو چورلیز په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې څرنګوالی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«په افغانستان کې د جګړو زیاتوالی او په سیمه‎ییزو هېوادونو د هغه پایله د دغه سازمان د غړو یوه اندېښنه ده.»

په تاجکستان کې د چین سفیر یوبین په دې اړه وویل:« تاجکستان د شانګهاي د همکارۍ سازمان په امنیتي برخه کې فعاله ونډه لري، دا د ټولو لپاره روښانه ده چې تاجکستان له افغانستان سره د پولې لرلو له امله د دغه هېواد له وضعیت او ترهګرو له نفوذه اغېزمن شوی دی، همداراز په جدي توګه د نشه اي توکو له قاچاقه ګواښل کېږي، نو تاجکستان د شانګهاي سازمان د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته سخته اړتیا لري.»

اجراییه رییس هم لندن ته په سفر کې د سیمې هېوادونو صادقانه همکاري د افغانستان او سیمې د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن بولي.

په دغه ناسته کې به افغان ولسمشر او د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي ګډون وکړي، د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل هڅه کوي د شانګهاي د همکارۍ سازمان دایمي غړی شي. 

شریک یي کړئ