Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امین: د تېرې ورځې بریدګر په څار ځایونو کې څېړل شوي نه وو

د کورنیو چارو پر وزارت له برید یوه ورځ وروسته، د کابل امنیه قومندان مني چې ځانمرګي بریدګر له دې پرته چې وڅېړل شي، له ځارځایونو (تلاشۍ) څخه تېر او دغه وزارت ته ورسېدل.

محمد داوود امین وايي چې له امنیتي کمرو داسې تصویرونه ترلاسه شوي، ښیي چې دغه بریدګر په دو زغروالو موټرو کې سپاره دي او له سرای شمالي څخه د کورنیو چارو وزارت په لور راځي.

ښاغلي امین په دې اړه زیاته کړه:«واضح باید ووایم چې دغه وسایط نه تلاشي کېږي او حتا دغه وسایط پولیسو ته نه دروي او زموږ پولیسو ته هېڅ نه درېږي، له دغو درشیو او له دغو انتنونو سره چې په موټرو کې یې دي نه درېږي.»

زغروال موټرو ته بریدګرو لاسرسي هم پوښتنې او نیوکې رامنځټه کړې دي.

دغو بریدګرو پوځي جامې اغوستې وې او له درنو او سبکو وسلو سره سمبال وو.

د کابل امنیه قومندان محمد داوود امین ګواښ کوي که‎چېرې د دغو موټرو د تګ راتګ مخه ونه نیول شي، دا شان بریدونه به تکرار شي.

هغه زیاتوي:«بیا هم وایم که‎چېرې د دغو موټرو د تګ راتګ مه ونه نیول شي او یا غونډ نه شي او یا هم په ښار کې یې تګ راتګ بند نه شي داسې پېښې به تکرار شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له دې وړاندې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې ویلي وو چې ترهګر د تورو ښيښو لرونکو او زغروالو موټرو په واسطه د ځينو استازو له خوا کابل ښار ته راوستل کېږي.

امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې د کورنیو چارو پر وزارت د تېرې ورځې برید له دوه ساعتو وروسته شنډ او بریدګر له منځه یوسي.

اوس، که څه هم د دغو بریدګرو په له‎منځه وړلو کې د امنیتي ځواکونو کار ستایل کېږي خو داسې انګېرل کېږي چې د افغانستان د پولیسو پر رهبرۍ برید به ناوړه پایلې ولري.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه وايي:«دښمن خپله دنده ترسره کړه او د دوارزې تر خولې راورسېدل، نو ایا تا د دروازې په خولې کې هم هغه نه وژل، پرېښي به دې وو چې د کورنیو چارو وزارت ته ننوتلي وو؟ نور نو څه پاتې وو؟»

له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ له برید یوه ورځ وروسته، د کابل ګارنیزیون ځواکونو د دغه بنسټ په څلورو خواوو واټونو کې تګ راتګ په جدي توګه تر څار لاندې نیولی؛ او د تورو ښيښې‎واله موټرو ښیښې یې پاکه وي او بې سنده موټر به یې درول – هغه کار چې له ستونزو خالي هم نه دی.

د کابل ګارنیزیون د پولیسو د ټولي مرستیال محمد وکیل په دې اړه وویل:«یوه کس ماته زنګ وواهه چې زه وکیل یم موټر مې خوشې کړه! ورته ومې ویل چې کوم وکیل وې ویل له عزني. زه په د روژې په دغې میاشت کې که دروغ ووایم بده ده. تاسې له هغه کس څخه چې موټر مو ترې اخیستی وپوښتئ چې له چا سره یې خبرې کړي او څوک یې واسطه کړی.»

د روژې مبارکې میاشتې له پيله، دا په پلازمېنه کې لومړنی ډله‎ییز ترهګریز برید دی چې مسوولیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

په دغه برید کې، یو پولیس ووژل شو او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ