پر انټر کانټیننټل هوټل له برید پنځه ورځې وروسته د کورنیو چارو وزارت وایي چې پر هوټل د وسلهوال برید په اړه څېړنې پای ته رسېدلي او پایلې به یې د شنبې په ورځ اعلان شي.
د انټرکانټیننټل هوټل مسوولین وایي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا په غوښتنه یې د دغه هوټل د امنیت ساتلو چارې خصوصي شرکت ته ورکړې وې، خو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه ادعا ردوي.
بلخوا افغان ولسمشر خبرداری ورکوي او وایي، هغو کسانو چې د دغه هوټل د امنیت په ټینګښت کې بې غوري کړې سزا به ورکړل شي.
د کابل پر انټرکانتیننتل هوټل له بریده پنځه ورځې وروسته د کورنیو چارو وزارت تر راتلونکو دوو ورځو پورې په دې اړه د خپلو څېړنو د خپرولو خبر ورکوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار رییس اکرام افضلي وايي:«کله چې حکومت کره مالومات نه وړاندې کوي، طبعاً چې د شایعاتو زمینه ډېرېږي.»
د انټرکانتیننتل هوټل مرستیال د مالیې وزارت په استازیتوب وايي د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه او د ملي امنیت شورا په موافقې د دې ادارې د امنیت مسوولیت خصوصي امنیتي شرکت ته وسپارل شو، خو د کورنیو چارو وزارت دا خبره ردوي.
د کانټیننټل هوټل مرستیال محمد حارث نایاب وايي:«د کورنیو چارو وزارت د انټر کانټیننټل هوټل د امنیت د نه تامین په اړه په پرلهپسې توګه مکتوبونه له ترلاسه کولو وروسته، ددغه هوټل د امنیت چارې خصوصي شرکت ته ولېږدول شوې.»
د کورنیو چارو او مالیې وزارتونه له پولیسو څخه خصوصي امنیتي شرکت ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظریات لري.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه څرګندوي:«په هېڅ بڼې! دا د هغې مرجعې په واسطه چې هوټل یې مربوط کېږي، د دې غوښتونکی شوی دی چې د دغه هوټل د امنیت تأمین د کورنیو چارو له وزارته خصوصي شرکت ته ورکړل شي.»
له دې سره جوخت ولسمشر غني ګواښ کوي، هغه کسان چې د دغه هوټل د امنیت په ټینګښت کې بې غوري کړې وي، مجازات به شي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:«پر کانټیننټل هوټل برید په جدي او هر اړخیزه توګه ارزول کېږي.»
خو د حکومتي چارواکو دوه ګونې خبرې له مسوولیته تېښته بلل کېږي.
د انټرکانټیننټل هوټل یو پخوانی امنیتي مسوول محمد اګل مجاهد په دې اړه وویل:«هغه څه چې دي باید له خلکو څخه پټ نهشي، باید وښودل شي چې څه شوي، ولې شوي او چا بې غوري کړې ده.»
له دې سره جوخت د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر له شلو زیات بللی خو ځینې سرچینې وايي تراوسه د ځینو وژل شویو پېژاند روښانه شوی نه دی.