د جنبش ګوند پخوانی مرستیال، احمد ایشچي له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر افغان حکومت باندې فشار روالي تر څو د ده دوسیه په جدي توګه وڅیړي.
۶۳ کلن ایشچې د ده دې دوسیې څیړل د قومې جرګې له لوري ردوی او دعدلې اوقضایې ادارو له لورې د ده د وهلو ،ټکولو ،زنداني کولو او په ده باندې د جنرال دوستم له لوری د جنسي تیري دوسیې په څیړولو باندې ټینګار کوي.
نوموړی له حکومته د عدالت د ټینګښت غوښتنه کوي.
د جنبش پخوانی مرستیال، احمد ایشچی وايي:«چا چې دا جنایت زما په حق کې کړی دی، دوستم باید په همدې حالت کې ووسي او هغه څه یې چې له ما سره کړې دي ورسره وشي، کنه نو موږ له خپل حق څخه نه تېريږو! جرګه به زما لپاره څه وکړي، پیسې راکوي، جلکۍ راکوي، څه راکوي چې موږ قانع شو؟ موږ غواړو چې قانون پلی شي.»
له دې مخکې د جنرال دوستم خپلوانو د قومي جرګې له لارې د دې پيښې پر اواري ټینګار کړی وه، خو احمدایشچي دا کار نه مني. هغه له قانوني لارو د دغې پيښې د څیړلو غوښتونکی دی.
ښاغلی ایشچي زیاتوي:«ماته یې بګرام کې وویل چې په بدن کې دې نښې وې، د ملا په تېر کې دي زخمونه وو، ویې ویل چې نښې شته او پایله یې دولت ته ورکړه.»
په همدې حال کې په فاریاب کې بیا د جنبش ګوند یو شمېر پلویان د احمدایشچي بندي کول او جنسي ځورونه پر جنرال دوستم یو ډول ناوړه تورونه بولي او ګواښ کوي چې لاریون به وکړي.
د فرایاب ولایتي شورا مرستیال، عبدالاحد ایلبیک څرګندوي:«جنرال دوستم د بشري حقونو مدافع دی؛ دی د افغانستان د خلکو د حقونو مدافع دی؛ او لومړنی کس دی چې د تېرو جګړو په اړه یې د افغانستان له خلکو بخښنه وغوښته.»
د جنبش ګوند بل پلوی، احسانالله زیاتوي:«که ولسمشر او ملګرو ملتونو زموږ غوښتنې ته پام ونه کړ، د جنبش ګوند لوی مشر ترڅنګ به ټول لوی لاریون وکړو.»
د لویې څارنوالۍ پلاوي هم په دې اړه څیړنې پيل کړې دي، وزیرمحمداکبرخان او بګرام روغتونونو هم د احمدایشچي په اړه د خپلو آزموینو پایلې وروستۍ کړې دي، خو په روښانه توګه یې پایلې نه دي اعلان کړي.