Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال دوستم ساتونکو د نیولو له حکم څخه د ایشچي هرکلی

د جنبش حزب پخواني مرسیتال احمد ایشچې، د جنرال دوستم ساتونکو نیولو په اړه د لویې څارنوالۍ له حکم د ایشچي هرکلی او له سترې محکمې او لویي څارنوالۍ غواړي چې د ولسمشر د لومړی مرستیال د دندې د ځینډولو او همداشان د نوموړي دممنوع الخروج کیدو حکم صادر کړي.

دی همداراز د لویې څارنوالۍ د کار پر پڅوالي نیوکه کوي او زیاتوي، که پر جنرال دوستم د نوموړي د تورونو دوسیه نتیجه ورنکړي په لسګونه تنه نور به هم د ولسمشر له لومړي مرستیال څخه د شکایت لپاره لویې څارنوالۍ ته ورشي.

ښاغلی ایشچي وړاندې وايي:«حکم صادر شوی دی او دا اوس د کورنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو دنده ده. خو زما هیله دا ده چې څارنوالي او نور عدلي بنسټونه دي د جنرال دوستم دنده وځنډوي او هغه دي ممنوع‎الخروج کړي.»

د لويې څارنوالۍ ویاند وایي چې یو صلاحیت لرونکی پلاوی د ولسمشر پر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم د احمد ایشچې د تورنو دوسیه څیړي.

د جنرال دوستم ساتونکي له احمد ایشچي سره په بد چلند تورن دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي وویل:«مخکې له دې د څارنوالۍ درې جلب دوی ته رسېدلي دي، خو دوی حاضر نشول او اوس لويې څارنوالۍ د ښاغلي دوستم د ۹ ساتونکو د نیولو حکم صادر کړی.»

د دغه حکم له صادریدو وروسته اوس امنیتي ادارې په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت مسوولیت لري چې د جنرال دوستم ساتونکي ونیسي، خو ظاهرا تراوسه په دې اړه ګام نه دی پورته شوی او د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

حقوق‎پوه، عین الدین بهادري څرګندوي:«لامل د موضوع پيچلتیا ده او شاید فکر وشي چې ډېر وخت ونیسي او ډېر لګښت ولري او د موضوع لاره یې بدله کړې ده.»

د جنرال دوستم او احمدایشچي ترمنځ جنجال په شبرغان ښار کې د وزبولې په ډګر کې رامنځته شو.

احمدایشچي او نږدې کسان یې وايي جنرال دوستم نوموړی د وزلوبې په ډګر کې وهلی او وروسته یې په کور کې بندي کړ، ناوړه جنسي چلند او شکنجه پر جنرال دوستم اصلي تورونه دي خو د جنرال دوستم دفتر دا تورونه رد کړي دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند وایي چې یو صلاحیت لرونکی پلاوی د ولسمشر پر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم د احمد ایشچې د تورنو دوسیه څیړي

شریک یي کړئ