Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

باتور ایشچي د جنبش ګوند له خوا وړاندې شوی سند «جعلي» بولي

د احمد ایشچي زوی باتور ایشچي د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر له لوري د عدلي طب هغه وړاندې شوی سند جعلي بولي چې په هغه کې د ښاغلي ایشچي ربړول او جنسي ځورونه رد شوې ده.

باتور ایشچي زیاتوي چې د بګرام روغتون څېړنې له احمد ایشچي سره د جنرال دوستم او  د هغه د ساتونکو ربړول او بد چلند تأیید کړی دی.

د احمد ایشچي زوی باتور ایشچي زیاتوي:«هغه څه چې موږ ویلي دي عدلي طب یې ثابتوي او اوس چې هغوی وايي داسې سندونه مو ترلاسه کړي هغه ردوو.باید هغه کسان چې دغه سندونه یې دوی ته ورکړي او نه پوهېږم چې په هغه کې څه ویلي؟ هغه یې څه ډول تر لاسه کړي دي؟»

د ملي جنبس ویاند بشیر احمد ته‎ینج د سند په وړاندې کولو سره ادعا کوي چې عدلي طب د جنرال دوستم له خوا له احمد ایشچي سره بد جنسي چلند او ربړول ردوي.

ښاغلي ته‎ینج وویل:«د عدلي طب د څېړنو په پایله کې،یو ډول شرم او رسوايي  هغو کسانو ته رامنځته شوې چې ادعا یې کړې وه او ثابت شوه چې له د افغانستان له خلکو سره شریکولای نه‎شي.د یوه معتبره بنسټ د څېړنو پایلې پټې پاتې کېږي.»

په دغه مکتوب کې راغلي دي:« د هغه بدن په پڅه، خفیفه او متوسطه توګه زیان لیدلې ده.یادې ضربې د اوصافو له مخې کلونه پخوا رامنځته شوي دي.»

په دې مکتوب کې د عامې روغتیا وزارت مهر هم لیدل کېږي چې اته ورځې وړاندې صادر شوی دی، خو د دغه وزارت او عدلي طب چارواکي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

د کابل د ولایتي شورا غړی عبدالخالق ځاځی وطن دوست وايي:«که‎چېرې دغه مسئله په سمه بڼه ونه څېړل شي،دا به د دې لامل شي چې په هېواد کې یو بله سیاسي ننګونه رامنځته شي.»

اخوا د ملي جنبش ګوند ویاند وايي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ده د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت ادارې لخوا د مکتوب استول غیر قانوني بولي او ټینګار کوي چې ډېر ژر به د دغه مکتوب ځواب لویې څارنوالې ته واستوي. د ملي جنبش ګوند ویاند وايي چې لویه څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال د جلب صلاحیت نه لري.

شریک یي کړئ