Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اکبربای:د عدالت د تأمین لپاره د غني خبرې عوام غلوونکې دي

د افغانستان دترک توکمو د اسلامي شورا رییس اکبربای په ټولو د عدالت یوشان پلی کولو په اړه د ولسمشر خبرې عوام غلوونکي او له حقیقت څخه  لیری بولي.

لویه څارنوالۍ وایي چې تراوسه هم د احمد ایشچي د دوسیي په اړه د دوی پلټنې رواني دي او تراوسه دغه څېړني پای ته نه دي رسېدلي .

اکبربای وایي افغان حکومت د عدالت په پلی کولو کې توپیر کوي. دا په داسي حال کې ده چې له دې مخکی ولسمشر ویلی وو چې هېڅوک له قانونه لوړ څخه لوړي نه دي.

هغه وویل:«عدالت هغه مهال تأمینېږي چې دوستم ونیول شي،زندان ته ولاړ شي او دنده یې وځنډول شي.»

ولسمشر اشرف غني ویلي:«قانون لومړی په ځان وروسته د افغانستان په نورو خلکو تطبیق وم.دا افغانستان د خلکو غوښتنه ده او هېڅوک له قانون څخه لوړ نه‎دي.»

خو ښاغلی اکبربای د ولسمشر دغه څرګندونې له واقعیته لیرې بولي او په برابره توګه د عدالت پر پلي کېدو ټینګار کوي.

اکبربای زیاته کړه:«د قانون په وړاندې له خپل ولسمشر او مرستیالانو څخه یې نیولې د ټولنې ت ټیټ کس پورې باید په ټولو باندې تطبیق شي.»

لویه څارنوالي وايي د دوی پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې د احمدایشچي د دوسیې په څېړلو بوخت دی او تراوسه پایلې ته نه دي رسېدلي.  

شریک یي کړئ