Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو بریدونو کې د ۳۳ امنیتي ځواکونو وژل کېدل

د سیمه ییزو چارواکو په خبره تېره شپه(د وري په ۳۱مه نېټه) بیلابیلو ولایتونو بلخ، تخار او ارزګان کې ۳۳ امنیتي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري وايي تېره شپه(یک شنبې د ورې په ۳۱ نېټه) خواجه غار وسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید په پایله کې ۱۹ تنو ولسي پاڅون کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان دي.

د ارزګان د والي ویاند، زړګی عبادي وايي چې ترینکوټ کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید په پایله کې ۵ پولیس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، برید تېره شپه یک شنبې شوی، خو افغان سرتېرو دا برید په شا تمبولی دی.

دی تېره شپه ورځ کې د ۴ طالبانو له وژل کېدو هم خبر ورکوي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت، شولګرې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ نښتې د ۹ تنو دولتي سرتېرو ژوند اخیستی او د یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه ټپیان دي.

د شولګرې امنیه قومندان، سید عارف اقبالي وایي، نښته شنبه شپه( د وري په ۳۰مه) هغه مهال پیل شوه، چې طالبانو د شولګرې ولسوالۍ په دالان کلي بریدونه وکړل.

ښاغلي اقبالي زیاته کړې چې په دې نښته کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان  په ګډون چې په خالد مشهور و درې تنه طالبان وژل شوي دي.

د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان زیاتوي، د دې عملیاتو مشري د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال سید نور په غاړه در لوده.

سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د شولګرې ولسوالۍ دالان کلي ته د مرسته رسولو ټولې لارې تړلې دي.

خو د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، دوی هڅه کوي چې د چهار کېنټ ولسوالۍ له لارې خلکو ته مرستې ورسوي.

لس ورځې وړاندې هم طالبانو د یادې ولسوالۍ ۸ تنه برمته کړي وو، چې څو ساعته وروسته یې بیا پرې ډزې کړي دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ