د بلخ ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بلخ د والي ویاند، منیر احمد فرهاد وايي چې نښته تېره شپه(دوشنبې د تلې په اتمه نېټه) طالبانو د شورتېپې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ برید وکړ.
ښاغلی فرهاد همداراز وايي چې په نښته کې طالبانو ته هم مرک ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې د کره شمېر په تړاو یې مالومات نلري.
د بلخ د والي ویاند وايي چې سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي او اوسمهال د ولسوالۍ ولکه د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
په همدې حال کې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوال، امنیه قومندان له ۳۰تنو سیمهییزو پولیسو او سیمهییزو پاڅونکوونکو سره د طالبانو په کلابندۍ کې دي.
د جوزجان والي وايي یاده ولسوالۍ له تېرو دوو ورځو(د تلې له ۷مې نېټې) راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې ده.
لطف الله عزیزي زیاتوي چې د درزاب ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کی دی، او افغان ځواکونه بازار ته نېږدې کلابند شوي دي.
دی زیاتوي چې تر اوسه مرستندویه ځواک سیمې ته نه دی رسېدلی.
په همدې حال کې د جوزجان ولایتي شورا غړی، حفیظ الله ندرت بیا اندېښنه څرګندوي چې که کلابند چارواکو او سرتېرو ته مرستندویه ځواک ورونه رسیږي، نو دوی به د طالبانو لاسته ولويږي.