Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرني ځواکونه به د ۳ تر ۵ کلونو په اوږدو کې له افغانستانه ووځي

نیویارک ټایمز، رپوټ خپور کړی چې ټاکل شوې د راتلوونکو درې او پنځو کلونو په اوږدو کې افغانستان کې مېشت ۱۴ امریکايي او نور بهرني ځواکونه به له افغانستانه بهر شي.

د دغه رپوټ پربنسټ، د دغو ځواکونو د وتلو پلان د سولې خبرو اترو یوه برخه ده او ټاکل شوې چې په څو راتلوونکو میاشتو کې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې نیمايي ته ورسېږي.

رپوټ کې همدارنګه راغلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې مسوولیت له امریکايي ځواکونو اروپايي او اسټرالیايي ځواکونو ته ورکړل شي او امریکايي ځواکونه به تر ډېره له ترهګرۍ سره مبارزې ته تمرکز وکړي.

خو طالبان د یوې اعلامیې له خپرولو سره دا رپوټ یې رد کړی او وايي چې د قطر په خبرو اترو کې د دوی له خوا داسې غوښتنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې ورځو کې د امریکا استازو او طالبانو په قطر کې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو، د اوربند رامنځته کېدو، له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو پيل، او همدارنګه دا چې افغانستان به د هېڅ هېواد د ګواښلو لپاره نه استفاده کېږي خبرې کړې دي.

که څه هم سرچینې وايي چې په دې اړه هوکړه شوې، خو امریکا او طالبانو تراوسه دا خبرې تایید کړې نه دي.

بلخوا د طالبانو مرکچي پلاوی او همدارنګه زلمی خلیل‎زاد د قطر خبرو اترو څخه راضي او ویلي یې دي چې دا خبرې اترې په سمه خوا روانې دي.

د طالبانو او امریکايي استازو د خبرو اترو پنځم پړاو د درې ورځو لپاره (د کب له ۹-۶ مې) په دوحه کې ترسره شوې. دا خبرې اترې د دوه ورځو لپاره درول شوې دي او ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (د کب په ۱۱ مه) بېرته له سره پیل شي.

شریک یي کړئ