Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې د چاڼیزو عملیاتو دوام؛ د دولت ۱۲ مخالف وسله‎وال وژل شوي

د شمال ختیځې حوزې امنیتي چارواکي وایي، د تخار په درېیو ولسوالیو کې پوځي عملیات پیل شوي دي.

د دغو چارواکو په خبره دوه ورځې کېږي چې دغه پوځي عملیات د طالبانو د ځپلو په پار پیل شوي او اوس هم دوام لري.

امنیتي چارواکي وایي، په دغو عملیاتو کې تراوسه د دولت ۱۲ مخالف وسله‎وال وژل شوي او اته تنه نور یې ټپیان شوي دي.

 دغه امینتي چارواکي زیاتوي چې په درقد، ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې پنځه کلي له طالبانو پاک شوي دي.

په شمال ختیځ کې د ملي پوځ د لومړۍ لوا د ارکان رییس ډګروال سلطان په دې اړه وايي:«ځواکمن هوايي ملاتړ لرو چې هم «اې ۲۹» الوتکې دي او هم «ام بي ۵۳۰» الوتکې دي او همدارنګه توپچي ملاتړ هم لرو. له هغې وروسته کله چې له مخالفینو سیمه ونیول شي، ساتل کېږي.»

د تخار د امنیه قومندانۍ سرپرست نظام الدین غوري په دې اړه څرګندوي:«د پامیر ۱۸ ګډ پوځي عملیات چې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په مشرۍ تصویب شو، همدا اوس موږ په سیمه کې یوو او دا عملیات پیل او دوام لري.»

اخوا په درقد کې امنیتي مسوولین وايي چې طالبان له افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه‎لري او د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي.

د کومانډو ځواکونو قومندان صیف الدین وویل:« د ملي امنیت، ملي پوځ او ملي پولیسو ځواکونه ټول په یوه چوکاټ کې ځای پرځای او په دغه عملیات کې ونډه لري.»

امنیتي چارواکي په دغو ولسوالیو کې د عملیاتو د پڅوالي لامل د مخالفو وسله‎والو له‎خوا د مینونو اېښودل او د ملکي مرګ ژوبلې مخینوی بولي او زیاتوي د دغو ولسوالیو په ځینو برخو کې له چاڼیزو عملیاتو وروسته به خواجه غار او دشت قلعې ولسوالیو ته هم عملیات وغځوي.

د پوځي چارواکو په وینا دا عملیات دوې ورځې مخکې په بشپړې همغږۍ سره پيل شوي او تراوسه یې د دولت مخالفو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله رسولي او څو کلي د دوی له ولکي ازاد شوي دي.

شریک یي کړئ