د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب په ۲۷ مه) ویلي په افغانستان کې د اوو هندي کار کوونکو له ډلې یو تښتول شوی کارکوونکی چې د برېښنا د لیږد یوې پروژې کې کار کاوه، خپل کور ته ستون شوی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نوی ډیلي له افغان حکومت سره په دې اړه له نږدې کار کوي څو شپږ نور هندي وګړي هم روغ خپلو کورونو ته راستانه کړل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه اوه هندي انجینران د طالبانو له خوا د ۲۰۱۸ زکال د مۍ په شپږمه نېټه تښتول شوي دي.
هغوی د افغانستان په شمال کې د برېښنا د لېږد پر یوې پروژې کار کاوه چې وتښتول شول.
له دې مخکې د بغلان ولایت د برېښنا شرکت ریاست کې یوې سرچینې ویلي وو چې دغه شرکت د پلخمري ښار په خواجه الوان سیمه کې د برېښنا د یوه لوی اسټېشن د جوړولو مسوولیت په غاړه درلود.
امنیتي سرچینو ویلي وو چې د دغه شرکت کارکوونکي، له دې پرته چې امنیتي ځواکونه خبر کړي، له هغې لارې تښتول شوي چې تګ راتګ یې کاوه.