د جوزجان ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د دې ولایت په درزآب ولسوالې کې د افغان ځواکونو او داعش وسلهوالو ترمنځ د نښتو په پایله کې شپږ داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د والي ویاند، محمدرضا غفوري څرګندوي چې دا نښتې تېره ورځ(جمعه د کب۱۸مه) شوې دي.
نوموړی وايي چې په وژل شویو کې دوه تنه د ازبکستان وګړي شامل دي.
د والي ویاند زیاته کړه، په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د جوزجان د والي ویاند په همدې حال کې د شبرغان په ښار کې د یوې مړې ښځې د موندلو خبر ورکوي.
دی وايي چې د ښځې مړی په یوې کڅوړه کې وه او د افغان ګازو تصدي بلاکونو له خوا په شبرغان کې موندل شوی دی.
ښاغلی غفوري وايي چې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي دي، خو هڅې د عاملانو نیونې په موخه روانې دي.