د ملي یووالي حکومت وايي چې له طالبانو د غچ اخیستو لپاره ټول غوراوي آن د دې ډلې د زندانیانو اعدام په پام کې دی.
اجرائیه ریاست وايي چې حکومت لومړۍ د طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کوي او وروسته به یو شمېر د دې ډلې غړي چې دوسیې یې پر میز دي له قانوني پړاو وروسته اعدام شي.
د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل څرګندوي:«د اعدام په ګډون د افغانستان حکومت به له هېڅ غوراوي دریغ ونکړي او عملیات به یې پر وړاندې چټ شي.»
له دې سره سره دعدالت ټینګښت او خلکو د وژلو د عاملینو محاکمه کول د امنیت په ټینګښت او وضعیت په ښه کولو پورې اړوند بلل کیږي.
پخوانی پوځي جاوید کوهستاني څرګندوي:«تر هغې چې عدالت تامین نشي او د خلکو قاتلان محاکمه نشي فکر نه کوم چې ټیکاو ته ورسيږو.»
له بلې خوا د هېواد دفاعي او امنیتي ادارې د طالبانو پرخلاف د عملیاتو د پراختیا خبره کوي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وايي:«د کومانډو، هوايي او شپني پوځي عملیات مو زیات شوي دي او له هرې برخې چې راپور ترلاسه کوو پرې عملیات ترسره کيږي.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي په دې اړه زیاتوي:«په شلو ولایتونو کې اوسمهال عملیات روان دي چې مهم یې په هلمند، غزي، کندار، پکتیکا او زابل کې دي.»
ویل کیږي چې په اوسني وخت کې څه د پاسه ۶۰۰ د اعدام حکمونه د توشیح لپاره د ولسمشر پر میز دي.
په هغې کې داسې دوسیې هم شته چې د ترهګرۍ په تور د حکومت په بند کې دي، خو د هغوي شمر او پر دوي د اعدام د حکم د عملي کیدو دقیق وخت تراوسه نه دی روښانه شوی.