Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دجوزجان اوسېدونکو د هلمندي معترضو د ملاتړ لپار د پرلت خېمه ودروله

د جوزجان ولایت د مدني ټولنې ځینې غړي او اوسېدونکو، د هلمندي پرلت کوونکو د ملاتړ او په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای په موخه د سولې غوښتنې خېمه ودروله.

هغوی وايي چې په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي له دوامه تر پوزې راغلي او له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغوی زیاتوي چې هېوادوال سولې او ارامښت ته اړتیا لري او له دې وروسته نه غواړي چې نور په هېواد کې د وینې تویولو شاهد وي.

یو له دغو اعتراض کوونکو څخه فرزین فهیمي وايي:« هغو کسانو ته چې جګړه یې انتخاب کړې زما پیغام دا دی چې د سولې له بهیر سره دې یوځای شي او مدني ټولنه به له هغوی سره مرسته وکړي چې مشروع غوښتنې یې پوره شي.»

هغوی وايي چې هېوادوال د جګړې له دوامه د پاو وړ زیانمن شوي؛ یو ډېر شمېر کورنۍ داغداره شوي او نور نه غواړي چې په هېواد کې د تاوتریخوالي قرباني شي.

په جوزجان کې د مدني ټولنې فعالیه شکوفه اروین وايي:«زموږ موخه دا ده چې سوله ټینګه شي؛ خلک له جګړې ستومانه شوي. د دغې خېمې له لارې موږ له مخالفو وسله‎والو غواړو چې جګړې او د خلکو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.»

هغه کسان چې د سولې د غوښتنې د دغې خېمې لاندې سره راغونډ شوي له طالبانو غواړي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او خپلې غوښتنې د خبرو اترو له لارې مطرح کړي.

د مدني ټولنې یو بل غړی غلام علي هم څرګنده وي:«موږ غواړو چې په هلمند کې له اعتراضي خوځښت څخه ملاتړ وکړو. خلک سولې ته اړتیا لري، هغوی سوله غواړي. موږ له جګړې ستومانه شوي یوو، تلپاتې او واقعي سوله غواړو.»

د سولې غوښتنې د دغې خېمې درونکي مسوول کسان وايي تر هغې چې د طالبانو له خوا یې غوښتنې ونه منل شي او هغوی د سولې له بهیر سره یوځای نه‎شي خپل دغه خوځښت ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت وړاندې، د هلمند ولایت ځینو اوسېدونکو د ناامنۍ په اړه په اعتراض لاس پورې کړ او له هغې وروسته، د دغو اعتراضونو لمن نورو ولایتونو ته هم خوره شوه.

د عدالت غوښتنې دا خېمه په داسې حال کې د جوزجان ولایت په مرکز کې درول کېږي. چې ویل کېږي د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

شریک یي کړئ