Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت:ډېر ژر به داعش په توره بوره کې وځپل شي

دې سره چې د داعش ډلې له خوا د ستراتېژیکې سیمه(تورې بورې) له نیولو دوه ورځې تېرېږي،خو ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه تراوسه نه دي توانېدلي دغې سیمې ته ولاړ شي.

د ملي دفاع وزارت  ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۲۶ مه) طلوع نیوز ته وویل چې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه به ډېر ژر ځانونه تورې بورې ته ورسوي او په دغې سیمه کې به داعش وځپي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:«همدا اوس زموږ قطعې په پچیراګام ولسوالۍ کې دي او ډېر ژر به په هغه ځای کې داعش وځپي. او له منځه به یې یوسي؛ د داعش په وړاندې د عملیات په ترسره کولو کې هېڅ ډول ځنډ نشته.»

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وايي چې توره بوره هېڅ کله به د داعش په پټن‎ځای بدل نه‎شي.

هغه په ډاګه کړه:«هغوی پچیراګام ته شوق کړی نو ټغر به یې دلته ور ټول شي، هغوی او باداران دې هم ډاډه وي چې دا ځای د پردیو لپاره جوړ شوی نه دی.»

د داعشیانو لاسته  د تورې بورې په ورتلو سره په ورته وخت کې د سلیمان خېلو سیمې کابو ۶۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرې‎ښودو ته اړې شوې دي او په نورو برخو کې مېشت شوي دي.

خو په هېواد کې په جدي ګواښ د داعش د بدلیدو لامل څه دی؟

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمدیارمند په دې اړه څرګنده:«لامل یې، دا چې موږ د دې پرځای دښمن ته چې موږ ټول وژني،زموږ تولو مال په غنیمت اخلي او زموږ اولادونه په وینزو او مري نیسي، پام وکړو، هغو کسانو ته پاملرنه کوو چې زموږ د سلیقو خلاف دي.»

توره بوره چې یو مهال د اسامه بن لادین پټن‎ځای وه، د سېشنبې په شپه د داعشیانو لاسته ولوېده. دا سیمه له داعش څخه مخکې د طالبانو په واک کې وه.

یوشمېر کارپوهان وايي په دې سیمه کې د داعش حضور د ننګرهار نورې سیمې هم ګواښي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وايي چې د ننګرها په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش دلې د ځپلو لپاره عملیات په ښه بڼه په مخ روان دي او دولتي ځواکونه، ځانونه یې «تورې بورې»سیمه ته نېږدې کړي دي.

شریک یي کړئ