ملي دفاع وزارت وايي، دولتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ارزګان لپاره د طالبانو نومول شوي مرستیالوالي، ملا عبدالله په ګډون ۴۵ ترهګر وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، له دې ډلې ۱۳ وسله وال د کندهار شاوليکوټ، د طالبانو د تش په نوم مرستیال والي په ګډون ۶ ترهګر خاص ارزګان، شپږ ترهګر د هلمند نادعلي او درې ماین ښخوونکي په ګرشک، ۶ ترهګر د پکتیا زرمت، ۴ ترهګر د فراه ده بالا، ۴ د فاریاب په کوهستاناتو او درې ترهګر د زابل په شاه جوی کې وژل شوي دي.
رادمنش زیاته کړه، د افغان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د ۴۵ ترهګرو وژل کېدو سربېره ۳۷ نور ټپيان دي.
نوموړي وړاندي ویلي دي چې ۲۵ وسلهوال نیول شوي هم دي.
ښاغلي رادمنش د عملیاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړی. په دې اړه طالبانو هم څه نه دي ویلي.