Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: لوګر کې نهه طالب قومندانان ووژل شول

ملي دفاع وزارت وايي چې د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د هوايي امنیتي ځواکونو په یوه برید کې، لوګر لپاره طالبانو نومول شوی والي حاجي لالا، او د دغې ډلې اته تنه نور قومندانان ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د ویاند په خبره، دغه هوايي برید تېره شپه(پنچشنبې) ترسره شو او لږ تر لږه ۱۲ نور طالبان ټپيان شوي دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د هوايي عملیاتو په پایله کې، د حاجي لالا په نامه د طالبانو یو مهم کس سره له دوو مرستیالانو - بریالي او فریدون او همدارنګه د دغې ډلې څو نور مشران چې بهرنیان هم په کې شامل دي، وژل شوي او کابو ۱۲ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي.»

دفاع وزارت وویل چې د لوګر، عزني، خوست، پکتیا او کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول هم د وژل شویو په منځ کې دی.

خو طالب ډلې دا ادعا رد کړې دې.

شریک یي کړئ