Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولتي: شونې ده د رایه ورکوونکو د نوم‎لیکنې موده وغځول شي

په ټاکنو کې د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې له بهیر نه ۱۹ ورځې تېرې شوې دي، د تاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا بهیر تراوسه هم په پڅه په مخ درومي که‎چېرې وضعیت په همدې ډول دوام پیدا کړي، شونې ده د دغه بهیر وخت او موده وغځول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړي معاذالله دولتي په وینا، تراوسه څه باندې ۹۰۰ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:«دا چې خلکو په تېرو ټاکنو کې ګډون وکړ، خو مطلوبه پایله یې ترلاسه نه کړه، دا هم د خلکو د نه لېوالتیا لامل شوی او یا هم شونې ده هغه استازي یې چې دلته استولي ښايي په سمه توګه یې استازتوب نه وي کړی. نو پر دې بنسټ بې علاقه شوي او بل لامل دا دی چې له بده مرغه د کاغذي پېژندپاڼو وېش له هغه پلان سره چې له موږ سره شریک شوی وه په ځنډ کې ترسره شو.»

بل خوا افغان ولسمشر اشرف غني له هېوادوالو غواړي چې ټاکنې جدي ونیسي او نوم‎لیکنه وکړي.

ښاغلي غني نن له غرمې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر د پیل په مراسمو کې وینا کوله وویل:«دولت چې د خلکو په ارادې استواره وي باید په حتمي او لازمي توګه ټاکنې ترسره کړي ترڅو د هغه پر بنسټ خپل راتلونکی وټاکي.»

په همدې حال کې اجراییه عبدالله عبدالله وایي، له دې چې ارګ د ملي یووالي حکومت هوکړې ته ژمن نه دی پاتې شوی نو په ټاکنو کې د اصلاحاتو بهیر هم له ځنډ سره مخامخ شو او د دغه ځنډ له کبله خلک پر ټاکنو بې باوره شوي دي.

هغه په سپیدار ماڼۍ کې په یوې خبري ناسته کې وویل:«که‎چېرې هغه وخت مو دا مسله حل کړې وای بیا په یوه ۱۳ کسیزه کمېسیون کې د دو کسانو پر نظر عمل نه کېده نن موږ له سیاسي ګوندونو سره دا ستونزه نه لرله.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سیاسي ګوندونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، که د ولسي جرګې ټاکنو کې ګوندونو ته ونډه بېله نه شي، دوی به د ټاکنو له کمېسیون سره خپلې اړیکې پرې کړي.خو اجراییه رییس بیا ویلي، اوس به په دې اړه کوم ګام اخیستل له وخته تېره خبره وي.

په ټاکنو کې د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې له بهیر نه ۱۹ ورځې تېرې شوې دي، د تاکنو خپلواک کمېسیون وایي، تراوسه په ټول هېواد کې شاوخوا ۹۰۰ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون په پار نوم لیکنه کړې ده.

شریک یي کړئ