Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دولسي جرګې غړي دجمعیت او ولسمشرۍ ترمنځ شخړې دهېواد په ګټه نه بولي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشرماڼۍ او جمعیت اسلامي ترمنځ رامنځته شوې شخړې د هېواد په زیان بولي او ټینګار کوي چې د دغو ستونزو دوام د هېواد لپاره به ښې پایلې ونه‎لري او یوازې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په ګټه به وي.

هغوی ګواښ کوي چې د دغو شخړو له دوام څخه د هېواد دښمنان خوشحاله کېږي او ناورین دوام پیدا کوي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي له حکومت څخه د اعتراض کونکو غوښتنې بې ځایه بولي.

د ولسي جرګې غړي صالح محمد صالح په دې اړه وویل:«ځينې خیمې چې پخوانیو وزیرانو په څلور لارو کې درولې دي زما غوښتنه دا ده چې د افغانستان خلک دې یرغمل نه نیسي.»

جمعیت اسلامي د مشرانو چرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو او د دغه ګوند د یوه لوړپوړي غړي له بریده وروسته، د ننه په نظام کې ځینې کړۍ په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورنې کړې او د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار، د ملي امنیت د عمومي رییس او د کورنیو چارو د وزیر د ګوښه کولو غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی وايي:«تاسې د پاکستان د تېرې ورځې مطبوعات تعقیب کړي هغوی خوشحاله دي.»

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی نقیب الله په دې اړه څرګنده کړه:«هغه (حنیف اتمر)یوازې د سلاکارۍ دنده لري چې مشوره ورکړي او نور کسان یې اجرا کوي اوس هغه له دندې څخه څه ډول ګوښه شي هغه یو ملي شخصیت دی.»

خو دغه څرګندونې د ولسي جرګې د رییس او یو شمېر غړو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل:«د خبرو حق چې تاسې لرې همدارنګه د ملت په دغه کور کې نور وکیل صاحبان یې هم لري، خو د سپکاوي حق نه لرئ،هېڅ هېوادوال د سپکاوي او تحقیر حق نه‎لري.»

که څه هم له دې پېښې اووه ورځې تېرېږي خو تراوسه هم د اعتراض کوونکو استازي نه دي توانېدلي له حکومتي چارواکو سره د خپلو غوښتنو په هکله خبرې وکړي.

شریک یي کړئ