په دې وروستیو کې نیویارک ټایمز د «شرم نه دی: د افغان جنرال بریا، د جنسي تېري قرباني یې هیږ کړی دی.» تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده
تېر کال په ژمي کې احمدایشچي د ټلوېزیون له لارې د ولسمشر لومړی مرستیال د هغه په وهلو ټکولو او جنسي ځورونې تورن کړ.
۶۳ کلن احمدایشچي تراوسه هم د عدالت غوښتنې نارې وهي.
نوموړی هغه تصویر ته ګوري چې جنرال دوستم له ترکیې د راستنېدو پرمهال له الوتکې راکوزېږي.
په دوی کې قومندان ستار او د نعمت په نوم بل کس راښيي چې د هغه په وینا قومندان ستار له جنرال دوستم سره ترکیې ته تللي وه او له هغو دوو تنو څخه دی چې څارنوالۍ ته نه وو حاضر شوی همداراز نعمت د هغه په وینا داسې کس دی چې په زندان محکوم شوی وه.
د احمدایشچي دوسیه یو ځل بیا د نړۍ د مشهورې ورځپاڼې د سر خبر شوی دی.
د نیویارک ټایمز په نوې مقاله کې راغلي د جنسي تېري د تورونو په اړه د څېړنو په پيلېدو جنرال دوستم ترکیې ته ولاړ، له څه باندې یوه کال وروسته چې هغه له هېواده تللی وه نوموړی او دوه نېږدې ساتونکي یې د څېړونکو له ځواب ویلو ډډه وکړه.
له دې مخکې جنبش ګوند د جنرال دوستم د اوو ساتونکو په اړه د محکمې پرېکړه ناعادلانه او ناقانونه بللې وه.