Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان جګړې پر بري د نېکلسن ټینګار

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن په کندهار ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د جګړې پر بریا ټینګار وکړ او وې ویل او دم‎ګړۍ په افغانستان کې د واشنګټن تګلاره د وتلو پر ځای په جګړه کې بریا ته متمرکزه ده.

ښاغلي نېکلسن په جګړه کې بری خبرو ته د طالبانو په حاضرېدو پورې اړوند بولي.

جنرال جان نېکلسن وايي، د افغانستان د سولې بهیر د پياوړتیا لپاره ديپلوماتیکې او پوځي هڅې دوام لري ، خو په وینا یې د دغو هڅو یوه برخه پر پاکستان د لازیات فشار راوړل دي.

هغه زیاته کړه:« له دې سره په جوخت موږ خپلو فشارونو ته دوام ورکوو، هم ډیپلوماټیک، هم ټولنیز او هم پوځي فشارونه، موږ به د افغانانو د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره سخت دیپلوماتیک فشارونه عملي کړو.»

له بلخوا د ناټو عمومي منشي د افغانستان په ګډون نړۍ کې پر ترهګرو د فشارونو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل:« موږ له ترهګرۍ سره په جګړه کې د بري لپاره خپل فشارونه دوه برابره کړي، البته په افغانستان کې د خپل ماموریت د پياوړي کولو په ګډون چې هلته د ترکیې پیاوړی ملاتړ هم لرو، ترکیې په افغانستان کې له غوڅ ملاتړ ماموریت سره د سلګونو سرتېرو مرسته کړې او ترکیه د افغانستان له ملي اردو او نورو پوځیانو سره هم مالي مرستې کوي.»

له بله پلوهد سولې عالي شورا وايي، طالبانو له دې شورا سره په غیر مستقیمو اړیکو سره د سولې د خبرو پیل ته هیله مني ښودلې ده.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«د طالبانو د شورا د پوځي او ملکي کچې په مشرتابه کې بحث روان دی ترڅو ژر تر ژره اعلان وکړي چې څه ډول غواړي له افغان حکومت سره د مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی اعلان کړي.

که څه هم افغان حکومت د کابل د سولې بهیر په دویمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز ورکړ خو دې ډلې تراوسه په رسمي توګه د حکومت غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ