په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوال ترمنځ نښتې د دوو ماشومانو ژوند واخیست.
د یاد ولایت سیمهییز چارواکي وايي نښته تېره ورځ(یکشنبې د وري په دریمه نېټه) شوې او په ترڅ کې یې یو سړی ټپي شوی دی.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي چې ټپي شوی کس د وژل شویو ماشومانو پلار دی.
پېښه د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزآباد سیمه کې شوې ده.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دغو ماشومانو د افغان ځواکونو او یا هم د طالب وسلهوالو په ډزو کې ژوند بایللی دی.