Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۳۵ وسله‎والو وژل کېدل

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه داعش او طالب وسله‎وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې ۱۸ وسله‎وال ټپيان دي او درې نور نیول شوي دي.

د افغان ځواکونو دا عملیات په لوګر، زابل، هرات، لغمان، ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د ترهګرو ځپلو په موخه په لاره اچول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کې د داعش ډلې ۱۵ وسله‎وال شامل دي.

په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو لاسته د یو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو له ورتلو هم خبر ورکړل شوی دی.

خبرپاڼې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځواکونو دا عملیات په لوګر، زابل، هرات، لغمان، ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د ترهګرو ځپلو په موخه په لاره اچول شوي دي

شریک یي کړئ