د ټاکنو څار بنسټونه وایي که بریښنایي پیژند پاڼې و نه ویشل شي د افغانستان راتلونکي ټاکنې به بیا هم د مشروعیت له کړکېچ سره مخامخ شي.
دغه بنسټونه د افغان حکومت له مشرانو غواړي چې خپل منځې اختلاف پریږدې او د بریښنایې پیژندټانو د ویش لړۍ ژر پیل کړي.
د اکسین شبکې رئیس، جانداد سپین غر څرګندوي:«د برېښنايي پيژندپاڼو سره موږ کولی شو چې ډېر ښه او شفاف د رایو ورکوونکو نوملړ ولرو، که د درغلیو موضوع هم رامنځه شي نو موږ یې په آسانۍ سره هوارولی شو.»
له دې سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د بریښنايي پېژندپاڼو د ځنډیدو په اړه انديښنه څرګندوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي، عبدالبدیع صیاد وايي:«د برېښنايي پېژندپاڼو ویش د رڼو ټاکنو ترڅنګ پر امنیت هم ښه اغیزه کوي.»
د بریښنايي پېژندپاڼو د ویشلو لپاره د میلیونونو ډالرو لګول او ددغه بهیر نه څرګند برخلیک یو جدي انديښنه ده.
سیاسي فعال، حامد صبوري څرګندوي:«حکومت باید د رڼښت او عدالت په موخه ژر پېژندپاڼې ووشي.»
ټاکل شوې وه د بريښنايي پېژندپاڼو د آزمایښتي ویش بهیر د تېر کال د زمري په ۲۸ نیټه پيل شي، خو دا بهیر وځنډول شو او اوس دا بهیر په یوه هیره شوې موضوع بدل شوی دی.
بریښنايي تذکرې په ټاکنو کې د روڼتیا، د وګړو د شمېر او همداراز د هېواد د اعتبار لپاره له اهمیته ډک بلل کیږي.
د بریښنايي تذکرو ویش د ملي یووالي حکومت لومړیتوب و او باید د لوړې له مراسمو وروسته دا کار عملي شوی واي، خو ظاهرا سیاسي اختلافات د دې بهیر د نه پيلیدو اصلي لامل دی.
په دې اړه مو اندونه