د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې هره میاشت نږدې زرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وینا یاده موده کې شاوخوا ۶زره ملکي وګړو ته چې پکې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، مرګژوبله اوښتې ده او په تېرو اتو میاشتو کې یوازې په هلمند کې ۱۹۵۰ تنو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دې کمیسیون د ملکي مرګژوبلې د اته اعشاریه دوه سلنه تلفاتو د پړې ګوته حکومتي مسوولینو او درې پنځوس سلنه يې طالبانو ته نیولې ده.
په هلمند کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر مقیم عقیلزی وایي یوازې «په هلمند کې په تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۱۹۵۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې چې ۶۲ تنه پکې وژل شوي او پاتې ټپیان دي.»
دا په داسې حال کې دی چې په وړمه ورځ هم د هلمند په ګرمسېر کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله واوښته.
د هلمند مرکزي روغتون ته د سوځېدلي ټپي راوړل شوي ماشوم، ماما وویل، د کورنۍ ټول غړي يې او خپلوان يې وژل شوي چې شمېر يې تر ۳۰ تنو رسېږي.
د دې ماشوم ماما محمد الله د طلوعنیوز ځايي همکار ته وویل، چې کورته يې نږدې د طالبانو موټر راغلی و، چې په هوايي برید کې دغه کور په نښه شو.
هغه وویل: «د شپې نهه بجې وې، چې بمبار وشو، کور ته نږدې د طالبانو یو موټر راغلی و، بیا برید پرې وشو او په دې کور کې ۳۰ تنه ښځې او ماشومان ووژل شول، یوازې دغه ماشوم ژوندی پاتې شوی دی، هغه هم ټپي دی.»
د ټپي ماشوم بل خپلوان احمدالله وايي، دې کور کې د کور خلک او څو تنه راغلي مېلمانه ټول وژل شوي دي: «دې کورته نور مېلمانه هم راغلي و، نهه بجې به وې، چې بمبار پرې وشو او ټوله کورنۍ يې تبا شوه ټول ووژل شول.»
د ملي دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې د ملکي مرګژوبلې پخلی کوي خو وايي چې طالبان د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي، د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وویل: «د دې پېښې د پلټنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، هر اړخیزه به يې څېړي، چې پلټنې بشپړې شوې له تاسې سره به يې شریکې کړو.»
د روانې اوونۍ په پیل کې (یکشنبه، د لېندۍ ۴مه) هم د هلمند ځايي چارواکو په هوايي برید کې د ۱۶ تنو ملکي وګړو د مرګژوبلې خبر ورکړ.
پېښه د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې وشوه چې یو کور پکې بشپړ ویجاړ شو.
د والي ویاند عمر ځواک ويلي و، په پېښه کې د یوې کورنۍ د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۴ تنه ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي دي.
هلمند کې مدني فعال اختر محمد عابدزی وايي، دولت باید د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي، کنه موږ به د بهرنیانو پر ضد ودرېږو.
هغه وویل: «ودونه دوی بمباروي، سرحدي پولیس دوی بمباروي، د خلکو کورونه دوی بمباروي، زموږ له خپل دولته جدي غوښتنه دا ده چې د دې مخه ونیسي، که يې دولت نه شي نیولی، موږ مجبور یو، چې ډانګ پسې په اوږه کړو او د دې امریکایانو مخه ونیسو.»
د حاجي محمد نیکمل په نوم یو بل تن وايي چې نړۍوال پر بشري حقونو ټینګار کوي، خو پخپله يې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
نیکمل وړاندې زیاته کړه: «نور دې ملکي مرګژوبلې ته د پای ټکی کېږدي، دغه تلفات دې نور بند شي، کنه خلک راوزي هم د دولت هم د طالب پر ضد لاریونونه کوي، نړۍوال خو د بشري حقونو چیغي وهي، خو پخپله يې تر پښو لاندې کړي، نور دا ملت ته د زغملو وړنه دي.»
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د راپور له مخې د روان لمریز کاله له لومړیو د وږي میاشتې تر وروستیو پورې په ټول هېواد کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۵۹۸۶ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.