Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند؛ له جګړو بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري

هلمند کې د کډوالو چارو ریاست و ايي، په نادعلي، د لښکرګاه څلورمې حوزې او ځینو نورو سیمو کې د پیل شویو عملیاتو له امله ګڼې کورنۍ مرکز لښکرګاه ته را کډه شوې دي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هلمند کې زموږ ځايي خبریال وايي، یو شمیر هغه کورنۍ چي له باباجي سیمې ښار ته راغلې دي وايي د تازه پیل شوو عملیاتو له ویري سلګونه کورنۍ وتلې دي او د سر پناه په لټه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوس چي افغان ځواکونو د نادعلي وروستۍ پاته سیمي لوی مانده او همدارنګه د لښکرګاه د څلورمي حوزې باباجي سیمې د بېرته نیولو  له پاره عملیات پیل کړي دي هم ګڼي کورنۍ د جګړو او عملیاتو د اوږدیدو له ویري، لښکرګاه او شاوخوا امن سمیو ته کډه شوې دي.

د نعمت الله په نوم د یوې کورنۍ مشر وايي، چې د ښار په څلورمه حوزه کې د شته جګړې له امله ښار ته را کډه شوی او یوازې يې خپل ماشومان او ښځينه را رسولي دي، د پوښاک او خوراک لپاره څه نه لري. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ له باباجي راکډه شوي یو یوازي مو ښځي، ماشومان، د جګړي له ویري را ایستلي دي، چي خدای مه کړه کومه پیښه ونه شي، اوس دلته په ښار کي یو او غوښتنه کوو، چې موږ ته عاجلې مرستي را ورسیږي.»

د ښار د څلورمې حوزې باباجي ترڅنګ د نادعلي ولسوالۍ د لوی مانده د بېرته نیولو لپاره هم د تېرې اوونۍ له چهارشنبې راهیسې عملیات روان دي.

د پيرزاده په نوم یو تن بې ځایه شوی وايي، د تلفاتو له وېرې سلګونه کورنۍ سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي: «یوازې موږ نه بلکي سلګونه کورنیو خپل کورونه پرېيښي دي، د دي له امله چي کومي غټې مرمۍ او یا هم بمبار يي زیان من نه کړي موږ داسي ډیر مثالونه لرو چي پر داسي مهال ډیری کسان د بمباریو او غټو مرمیو قرباني شوي دي.»

د هلمند د کډوالو چارو ریاست چارواکي هم د بې ځایه شویو کورنیو شمېر سلګونه ښيي، د دې ریاست رییس نقیب الله زمریال وايي، له نهر سراج، باباجي او نادعلي نه سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې دوی به ورته ژر د مرستو وېش پیل کړي. 

هغه وویل: «تقریبي ارقام په لاس کې لرو، چې له نهر سراج، نادعلي او باباجي نه له ۴۰۰-۳۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي، موږ يې د سروې لپاره ټیمونه جوړ کړي او ډېر ژر به يې د مرستو د وېش لړۍ پیل کړو.»

د کډوالو ریاست چارواکي دا هم وايي چې که عملیات همداسې روان وي، ښايي د بې ځایه شویو کورنیو شمېر تر دې هم لوړ شي. 

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر، یوناما؛ هم په هلمند کې هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله اندېښمنوونکي بللې وه. 
 
شریک یي کړئ