د بلخ پولیسو په دغه ولایت کې د ۲۰ تنو هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د ناقانونه وسلو په لرلو تورن وو.
د بلخ امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز وايي چې په دغه ولایت کې نامسوولو وسله والو ډلو ته د تګ راتګ اجازه به ور نه کړي.
هغه زیاتوي چې په دې وروستیو کې یې په مزارشریف کې هم د ځينو نامسووله وسلهوالو څخه په لسګونه وسلې ټولې کړې دي.
د بلخ امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز په دې اړه څرګنده کړه:«موږ په لومړي ګام کې، له سند پرته د وسلو، تجهیزاتو او وسایطو د راغونډولو کمپیان په لاره واچوه. په دویم ګام کې. په هغو کورونو او اډو کې چې هلته نامسووله وسلهوال لیدل کېږي.»
د هېواد په شمال کې د ناقانونه وسلو د راټولو یا ډایاګ پروګرام مسوول وایي چې درویشت زره هغه وسلې چې له نامسوولو وسلهوالو راټولې شوې دي؛ د بلخ د پولیسو له لوري ورسپارل شوې دي؛ خو یو شمېر وسلې نه دي ورسپارل شوي چې په وینا یې دا کار غیرقانوني دی.
د هېواد په شمال کې د ډایاګ پروګرام مسوول جنرال عبدالمنان عابد په دې اړه وویل:«له دې چې دوی غواړي دوی چاڼ کړي، موږ څه نه وایوو خو دا کار ناقانونه دی. هېڅوک حق نه لري چې له ځان سره پیکاه وسله ولري؛ د امنیت شورا پرېکړه کړې»
خو د بلخ امنیه قومندان وایي چې هغه وسلې چې د ډایاګ پروګرام ته نه دي سپارل شوي د دې لپاره ګرځول شوي دي چې وڅېړل شي او تر هغه وروسته چې څرګنده شي قانوني جواز نه لري د ډایاک پروګرام ته به وسپارل شي.
په دې لړ کې د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناقانونه وسلو پر راټولو ټینګار کوي.
د مزار شریف اوسېدونکی طاهر وايي:«خلک د همدغو نامسووله وسلهوالو له امله په عذاب دي؛ خلک سم نه شي کولای کار وکړي، خلک د ماښام له خوا نه شي کولای له کوره بهر شي.»
د مزار شریف اوسېدونکی زینالله هم وویل:«ډېری دغه وسلې، له زورواکو او له نامسووله قومندانانو سره دي او دغه کسان له دغو وسلو په استفادې سره، د خلکو په منځ کې وېره رامنځته کوي.»
اخوا د بلخ امنیه قومندان وایي چې په بلخ کې د ناامنیو او جنایي جرمونو لویه برخه د نامسوولو وسلهوالو له لوري رامنځته کېږي خو د هغوی هویت او دا چې په چا پورې تړلي دي نه روښانه کوي.