د طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر، ویس احمد برمک د افغانستان ماینپاکوونې په برخه کې د بودجې کموالي له امله د اندېښې په څرګندولو وايي چې دا کار لامل شوی په هېواد کې د دې بنسټ ۵۰۰۰زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړی شي.
دی زیاتوي چې لا هم په هېواد کې کابو زر کېلو مټره ځکه په افغانستان کې ناچاوده توکي او ماینونه لري.
ښاغلی برمک زیاتوي:«په افغانستان کې کابو شپږ سوه کیلومټره مربع سیمه له لومړۍ طرحې پاتې ده چې باید پاکه شي، او څلور سوه نوره هم پرې زیاته شوې ده چې اوس موږ په افغانستان کې زر کیلومتره مربع له ماینونو ډکه سیمه لرو.»
همداراز د ماین پاکۍ بنسټ رئیس، محمدشفیق یوسفي څرګندوي:«د بودجې کمښت زموږ لس کلن پلان چې پر اساس یې له ماینونو ډکې سیمې تر ۲۰۲۳ زیږدیز کاله پورې پاکې شي، له پڅوالي سره مخامخ کړی دی.»
په همدې حال کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې له ماینونو د سیمو پاکوَنې په موخه مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې له ماینونو د سیمو پاکوالي په موخه د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار کوي.
د شمېرو له مخې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې نېږدې میلیونه ناچاوده توکي او ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.