Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دماین،ناچاودېدونکو توکو له امله په میاشت کې د۱۴۰ تنو قرباني کېدل

د ماین پاکۍ د سمون او همغږۍ ریاست وايي چې هره میاشت په هېواد کې په منځنۍ کچه ۱۴۰ تنه ولسي وګړي د ماین او ناچاودېدونکو توکو قرباني کېږي او له دغې ډلې ۳۰ سلنه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ماين پاکۍ د سمون او همغږۍ ریاست رییس  محمد شفیق یوسفي وايي چې د افغانستان ۴۰۰ کیلومټره مربع برخو کې ماینونه او ناچاودېدونکي توکي د ۲۰۰۱ کال جګړو څخه وروسته میراث دي.

هغه زیاته کړه:«د ۱۴۰ پېښو له ډلې چې هره میاشت رامنځته کېږي،۶۰ سلنه یې ماینونو ډولونو ته مربوط کېږي چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته ځای پر ځای شوي دي.یعنې چې دغه ستونزه تراوسه  نه یوازې له ۹ تر ۱۰ سلنه زیاد د پرسونل ضد ماینونو ته اړوند کېږي.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه:«تعریف داسې دی هغه ډول وسیله چې چاودېدونکي توکي ولري او د یوه شخص په نېږدیوالي او اړیکه کېدو سره چاودنه کوي د دې لامل کېږي چې هغه یا ټپي او یا هم ووژل شي او یا هم د هغه وړیتاوې او توانايي محدودې شي.»

په افغانستان کې د مین پاکۍ پروګرام په ۱۹۸۹ کال کې پيل شو، د مین پاکۍ د سمون او همغږۍ ریاست وایي دغې ادارې په ۲۰۱۳ کال کې له مرستندویه هیوادونو سره ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې ټولې هغه سیمې چې مینونه او ناچاودي توکي په‎کې دي پاک کړي او ددغه لس کلن پروګرام لپاره یې د ۵۵۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د دغې ادارې په وینا تراوسه په کال کې د دې بودیجې نیمايي یا له نیمايي زیاته برخه نه ده ورکړل شوې.

د بودیجې کمښت او همداراز په هېواد کې په پرسونل ضد مینونو د نویو سیمو ککړتیا په هېواد کې د مین پاکۍ لس کلنې موخې ته رسیدل له ستونزو سره مخامخ کوي.

شریک یي کړئ