Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترهګرو په وړاندې د روښانه سیاست له نشتوالي د ولسي جرګې نیوکه

د بلخ په ولایت کې د ۲۰۹ شاهین پر قول اردو مرګوني ترهګریز برید د ولسي جرګې د غړو توند غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر دغه استازي دغه برید د پوښتنې وړ او همدارنګه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ترهګرو د نفوذ څرګندوی بولي. او یو شمېر هم حکومت د ترهګرو په ځانګړې توګه د طالبانو په وړاندې د روښانه سیاست په نشتوالي نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وویل:«د دغه ناورین اصلي خبر لکه څرنګه چې باید او شاید خلکو ته ولېږدول شي نه لېږدول کېږي،حکومت او رسنۍ دورغ وايي.هغه څه چې هلته رامنځته شوي دي یو ناورین دی.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وویل:«کله چې هغوی استیضاح کېږي،همدغه د مجلس استازي دي چې هغوی له چک چکو سره رخصتوي.»

یو شمېر نور استازي د ترهګرو په وړاندې د حکومت د روښانه دریځ په نشتوالي نیوکه کوي

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید څرګنده کړه:«هغه کسان چې په واک کې شریک دي وینئ چې د ترهګرو نوم له تور نوملړ څخه حذف کېږي،وینئ چې د دغو ترهګرو په وړاندې ناسالمه سیاست شتون لري،وینئ چې له دننه نظام څخه د دغو ترهګرو ملاتړ کېږي.»

د نظام په دننه کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو نفوذ، د سیاسي څېرو لخوا طالبانو ته مشروعیت ورکول، د دې استازو بله نیوکه ده.

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي وايي:«دا پیغام د افغانستان دننه نظام کې د دښمن د نفوذ پيغام دی.»

د ولسي جرګې استازي عبدالودود پیمان هم وویل:«ولې یوبهرنی سفیر،ولې یو مشر او ولسمشر چې په هېواد کې یې څو کاله حکومت وکړ،طالبان د یوه سیاسي نظام په توګه پېژني،دا پېښه یوه ډېر جدي بحث دی.هیله لرو چې پارلمان له دغې مسئلې په پټو سترګو تېر نه شي،زموږ د سرتېرو وینه تر پوښتنې لاندې راغلې ده.»

د ولسي جرګې بل غړي میرویس یاسیني په ډاګه کړه:«که‎چېرې تاسې د دغې ادارې په شتون کې اوضاع ښه کړه،راشئ زما ږیره کله کړئ،تاسې د لویې جرګې د ترسره کولولپاره وړاندیز ورکړئ ځکه چې دا نظام له اوله خراب وه دا نظان نظام نه دی.»

په تېره یوه نیمه میاشت کې دا د ملي دفاع وزارت په بنسټونو دویم مرګونی برید دی چې ترسره کېږي،  تېر ځل په کابل کې د سردار محمد داوود خان په روغتون په ډله‎ییز برید کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

شریک یي کړئ